د لاس رسي وړ اتصالات

الله رکها رحمن د گولدین گلوب جایزه تر لاسه کړ


په سلم داگ میلیونر فلم کې، هندی موزیک دایرکتر، الله رکها رحمن موسیقی، د گولدین گلوب جایزه تر لاسه کړ.

هندی کمپوزر، انو ملک وایی، رحمن د ټولې نړۍ د کمپوزرانو په مقابله کې وو، او دا بریالیتوب د هغه استعداد ثابتوی، او نړۍ ته دا ښایی چه که هندي کمپوزرانو ته وخت ورکړی شي، نو هغوی کولای شي چی د نړۍ له کمپوزرانو سره مقابله وکړی.

د سلم داگ میلیونر فلم، د گولدن گلوب - د غوره فلم، غوره فلم لیک، غوره دایرکتر او غوره موسیقی کی - څلور جایزی تر لاسه کړې.

رحمن لومړی ځل په بالیوود کی، د رنگیلا فلم دپاره موسیقی جوړ کړ.

هغه د دل سی، ایرت ۱۹۴۷، تال، لگان، گورو، او رنگ بستنی فلمونو لپاره هم موسیقی جوړ کړی دی.

رحمن هیله من دی چی د سلم داگ میلیونر فلم موسیقی یی د اوسکار جایزه هم وگټی.

XS
SM
MD
LG