د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما ویلي دي چې د ایران په اړه به نوي تگلاره غوره کړې


د امریکا منتخب جمهور رئیس، بارک اوباما، ویلي دي چې د ایران په اړه به نوي تگلاره غوره کړې. ښاغلي اوباما پرون د امریکې د اې بي سي تلویزیون سره په یوه مرکه د منځني ختیځ، نړیوالې ترهگری، اقتصاد او د گوانتانامو په اړه څرگندونې وکړې.

د امریکا منتخب جمهور رئیس بارک اوباما وویل چې په راتلونکې وخت کې به ایران تر ټولو ستره موضوع وي او دی به یوه نوي پالیسی غوره کړې.

اوباما: "فکر کوم ایران به زموږ تر ټولو لوی چیلینج وي. ما په خپل انتخاباتي کماین کې هم ویلي وو چې ایران نه یوازي د حماس او حزب الله له لارې د ترورزم ملاتړ کوي بلکې د اتومي وسلو په درشل کې هم دی چې کیدای شي په ټول منځني ختیځ کې د وسلو د لاسته راوړلو سیالی پیل کړې."

جورج او تاسي به د خپلې دورې په لومړي کال کې ددې چاره وکړی؟

اوباما: "موږ به یوه نوي پالیسی غوره کړو. زه په دې عقیده یم چې زموږ د پالیسی پیل به اړیکو د ټینگولو نه کیږي. او نړیواله ټولنه به هم زموږ پالیسی ته متوجه وي چې موږ د ایران سره څه کوو؟ زما په فکر دا ضرور ده چې موږ ددې ډاډ ورکړو چې د ایران د ولس د غوښتنو احترام کوو خو هغوی ته باید په واضح توگه دا هم وویل شي چې د نړیوالې ټولنې د یو غړي نه د څه ډول عمل تمه کیږي."

ښاغلي اوباما په غزه کې د ملکي وگوړو په وژنه خپگان وښود او زیاته یې کړه چې د منځني ختیځ د موضوع د حلولو په اړه د هغه تصمیم نور هم قوي شوی دی او دورې د پیلیدو سره په دې موضوع جدي کار پیل کړې.

اوباما: "نه یواذي د بوش دورې ته بلکې تر هغې وړاندې د کلنټن دورې که هم وگورو نو دا په ډاگه ویلی شو چې د پالیسی عمومي چوکاټ موجود وو. او زه فکر کوم د موضوع اړونده اړخونه په دې پوهیږي چې د روغې جوړې لپاره باید له خپلو کومو غوښتنو تیر شي.

ددې موضوع مهم ټکی همدا دی. او په همدې خاطر د امریکا حکومت باید د دورې په پیل کې په دې موضوع کار پیل کړې او تر وروستي کاله انتظار ونه باسي ځکه چې په دې ټوله پروسه کې اړونده خوا وي د یوې سمې او منصفانه پریکړې لپاره یو با اعتماده منځگړي ته اړتیا لري.

زه فکر کوم چې د اوباما حکومت که سم عمل وکړې نو د همداسي یو دریمگړي نقش به ولوبوي."

د کورني امنیت په اړه ښاغلي اوباما وویل امریکا باید بیداره او متوجه ووسي. ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په امریکا هم د ممبی غوندي بریدونه کیدلی شي. اوباما وویل هو ددې امکان شته چې کومه ترورستي ډله ددې بریدونو کاپي وکړې او عیناً کار په امریکا کې وکړې.

اوباما زیاته کړه چې امرکیا باید د معلوماتو په راټولو ډیر کار وکړې چې ډیر گیې د داسي بریدونو مخنیوی د استخباراتي معلوماتو له لارې کیدلی شي.

بلخوا ښاغلي اوباما دا ومنله چې د گوانتانامو د زندان بندول چې د یې په انتخاباتي کمپاین کې ژمنه کړې وه تر هغې ډیر سخت کار دی چې ډیر خلک یې گمان کوي.

اوباما د خپل حکومت په لومړنیو سلو ورځو کې ددې زندان د تړلو ژمنه کړې وه خو اوس یې که څه هم د بندولو ژمنه تکرار کړه مگر د وخت قید ځیني لري کړ.

"زه غواړم په دې اړه خپل نظر په واضح توگه ووایم او هغه دا چې موږ به گوانتانامو بندوو او موږ په کار وکړو زموږ ټوله پروسه زموږ د اساسي په رڼا کې جوړه شي."

ښاغلي اوباما زیاته کړه چې که څه هم د بندیانو دوسیې به ډیرې واضح نه وي خو په دې کې شک نشته چې په دوی کې ځیني داسي کسان شته چې د امریکا د تباه کولو ارادې لري.

XS
SM
MD
LG