د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په افغانستان کې د امرېکا په ستراتېژی نوی کتنه کوی


یو خپور شوی رپوټ وایې د بارک اوباما راتلونکې اداره به په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت له سره وڅیړي.

د واشنگټن پوست رپوټ نن د سه شنبی په ورځ لېکی چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما به د پنتاگان هغه پلان منظور کړی چې واېې تردېرشو زرو پورې دې نور عسکر افغانستان ته ولېږل شی.

په دې توگه به دامرېکا د عسکرو شمېر په افغانستان کې تقرېبا دوه چنده شی.

ورځپاڼه واېې چې د ښاغلی اوباما دملی امنېت سلاکاران دا توقع نه کوی چې دنوو عسکر و لېږل دی د افغانستان په شراېطؤ کې په کافی اندازه انکشاف راولی.

خو له دې سره به مرسته وکړی چې نوی اداره په کافی اندازه وخت ولری چې په حآلاتو باندی له سره غور وکړی او ېوه نوې هراړخېزه ستراتېژی ورته جوړه کړی.

رپوټ واېې چې په تېرکال کې د افغانستان شراېط ډېر خراب شوېدی ځکه چې دېاغی طالبانو او القاعده له خوا نه حملی زېاتی شوېدی او د امرېکا تلفات هم زېات شوېدی.

واشنگټن پوست لېکی دا توقع نشی کېدلی چې نوی ستراتېژی دی له اپرېل نه مخکی څرگنده کړی شی.

په دغه وخت کې به پاکستان او افغانستان په فرانسه کې دناټو په سترې غونډې کې د بحث په ډېرو مهمو مساېلو کې شامل وی.

منتخب جمهور رئېس براک اوباما د خپل جمهوری رېاست په انتخابی مبارزه کې لوړه کړی وه چې د امرېکا هڅی به په افغانستان کې زېاتی کړی.

هغه وېلی وو چې دافغانستان هڅی په دې سبب له ستونزو سره مخامخ شوی چې امرېکا په عراق باندی ېرغل وکړ.

ورځپآڼه لېکی چې د بش ادارې په خپله کتنه او څېړنه کې دامنلی ده چې ښاېې د افغانستان دېموکراسی په مالی لحاظ له وسی نه پوره نه وی او لاسته رانه وړل شی.

واشنگټن پوسټ په خپله نننئ گڼه کې لیکلي چې منتخب جمهور رئیس بارک اوباما به د پنتگان هغه پلان چې افغانستان دیرش زره اضافي عسکر استوي منظور کړي.

د ښاغلي اوباما د ملي امنیت ډله وایې چې دا هیله نه لري چې ددی ځواکونو په تلو به هلته د ثبات په راتلو کې زیاته مرسته وشي خو کیدی شي د نوی ستراتیژۍ په پلې کولو کې چې د حالاتو سمون او پرمختگ پکې شامل دی گټور تمام شي.

XS
SM
MD
LG