د لاس رسي وړ اتصالات

آیا په افغانستان کې دیموکراسي ممکنه نده؟


د جمهور رئیس بوش ادارې د یوې څیړنې په نتیجه کې دا منلې ده چې په افغانستان کې د پر مختللې ډیموکراسئ تطبیقول ښايي په مالي لحاظ له وسې پوره نه وي او لاسته رانه وړل شي.

په واشنگټن کې د هریتیج په تحقیقاتي موسسه کې د جنوبي آسیا د چارو له کارپوهه لیزا کرټیس نه پوښتنه وشوه چې، هغې ته د بوش د حکومت دغه څرگندونې څه معنی لري؟

هغې وویل: "که افغانستان ته پام وکړو، نو باید ددغه ملک ځینې کلتوري او اجتماعي واقعیتونو ته پام وشي. د مثال په ډول جنرال پټریس هم په دغه ملک کې د توپیرونو په باب په خاص ډول د عراق او افغانستان تر منځ د موجودو توپیرونو په با ب خبرې کړي دي.

د دواړو ملکونو تر منځ د اقتصاد په برخ کې فرقونه، دا چې عراق د تیلو شتمن هیواد دی او په افغانستان کې لا تر اوسه زیربنا په سم ډول نه ده جوړه".

میرمن کرټیس وايي، مهمه دا ده چې د افغانستان کلتوري او ټولنیزو واقعیتونو ته په پام سره یو سیاسي حل پیدا کړل شي. خو په نهایت کې دا پخپله د افغانستان په خلکو پورې اړه لري.

دا یو واقعیت دی چې ډیر افغانان د طالبانو د پالیسئ طرفدار نه دي. دوی د طالبانو د هغه واک سره مخالف دي چې له ١٩٩٦ څخه یې تر ٢٠٠١م کال پورې پر افغانستان وچلاوه.

نو مهمه دا ده چې داسې یو سیاسي حل ولټول شي چې د افغانستان خلک یې ملاتړ وکړي.

میرمن کرټیس وايي، راتلونکي انتخابات به ډیر مهم وي او دا ډیره مهمه ده چې دغه انتخابات په شفاف ډوی په یوه محفوظه او د امن په فضا کې تر سره شي. او دا به په مجموع کې د افغانستان لپاره ډیره مهمه وي چې په امنیتي لحاظ افغانانو ته ددې زمینه برابره شي چې د انتخاباتو په ورځ راووځي او خپلې رایې ورکړي.

دا وايي، خو زه له دې سره ډیره هم نظره نه یم چې ډیموکراسي په افغانستان کې نشي تطبیقېدلای، خو هغه توقع هم صحیح نه ده چې په افغانستان کې دې د امریکا په شان ډیموکراسي پلې شي.

خو امریکا د افغانستان د امنیت تامینولو ته متعهده ښکاري او نه غواړي چې دغه ملک یو ځل بیا د تروریزم په ځاله بدل شي. یوه پوښتنه دا ده چې د بوش د حکومت دغه څرگندونې به د اوباما د حکومت لپاره څه پیغام ولري.

لیزا کرټیس ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا به د اوباما حکومت مجبور کړي چې د افغانستان په باب په خپلې ستراتیژئ کې بدلون راولي او که څنگه؟

هغې وویل: "ظاهراً ښکاري چې دوی د افغانستان په باب پر ستراتیژئ غور کوي. خو زما مشوره دا ده چې باید په عاجل ډول پر مسئلې کار پیل شي".

میرمن کرټیس وايي، د بوش حکومت هم پر دې غور کړی چې دده د ادارې پر وخت کوم کارونه سم تر سره شول او کومو کارونو ښه نتیجه نلرله.

لیزا کرټیس وايي، ډیر خلک په دې پوهیږي چې کوم کارونه باید تر سره شي. خو هغه څه چې سخت ضرورت ورته احساسیږي هغه دا ده چې باید د خلکو په خوښه یوه مفیده ستراتیژي په عاجل ډول طرح او د عملي کولو لپاره یې عاجل اقدامات وشي.

میرمن کرټیس وايي، دا هر څه باید د افغانستان د انتخاباتو د رارسېدو مخکې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG