د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزی ویاند: د گاونډیو هیوادونو سره ښه اړیکې د افغانستان سیاست دی


د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هندوستان ته د جمهور رئیس حامد کرزي سفر د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو د توازن ساتلو په هدف ترسره شوی.

همایون حمیدزاده وویل چې د گاونډیو هیوادونو سره ښه اړیکې او متقابله احترام او د یو بل په چارو کې نه لاس وهنه د افغانستان سیاست دی - کوم چې افغانستان دا اړیکه تر ننه ساتلې ده.

حمید زاده وویل چې ٢٥٠٠ ټنه غنمو مرسته چې د هندوستان هیواد له افغانستان سره کړې د پاکستان دلارې به انتقال شي.

هغه زیاته کړه که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې پړې شوي خو پدی خبره یې موافقه کړې چې د افغانستان سره مرسته شوي غنم به د پاکستان د خاوری انتقال شي او دا کار څرگندونې چې افغانستان په خپل بهرني سیاست کې مثبت دي.

حمید زاده وویل چې هندوستان ته د ښاغلي کرزي په سفر کې د ترهگرۍ پر ضد پر جگړې خبرې وشوئ. هغه دا هم وویل چې د هند حکومت د افغانستان سره د زرو تحصیلي بورسونو او د ملکي مامورینو د روزنی ژمنه هم وشوه.

XS
SM
MD
LG