د لاس رسي وړ اتصالات

د عبدالقدیر خان 'پر اتومي شبکو' باندی بندیزونه


د امرېکا حکومت په دېارلسو کسانو او دری کمپېنو باندی چې دا دعا کېږی چې د پاکستان د اټومی ساېنس پوه عبدالقدېر خان د اټومی وسلو د خپرولو له شبکی سره اړېکی لری، بندېز لگولی دی.

د امرېکا د خارجه وزارت نطاق د دوشنبی په ورځ ووېل چې امرېکا په دې عقېده ده چې د عبدالقدېر خان شبکه اوس فعاله نده خو دا بندېز دا گټه لری چې هغه کسان چی دا ټومی وسلو دخپرولو نېت لری دهغوی مخه ونېسی.

په هغو کسانو چی بندېز لگېدلی دی په هغو کې دبرتانېې، جرمنی، ترکېی، سوېس او سرېلانکا اتباع شامل دی.

رپوټ واېې چې عبد القدېر خان په پاکستان کې دملی قهرمان او اتل حېثېت لری او د پاکستان د اټوم دموسس په سترگه ورته کتل کېږی.

هغه په ٢٠٠۴ مېلادی کال کې په دې اعتراف وکړ چې د اټوم اسرار ېې اېران، لېبېا او شمالی کورېاته ورکړېدی.

د پاکستان پخوانی جمهور رئېس پروېز مشرف هغه وباښه خو لاتر اوسه پورې هم د پاکستان په اسلام اباد کې په کور کې نظر بند د ی.

خارجه وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې واشنگټن مطمئین دی چې د خان اتومي شبکه فعالیت نه لري، خو ددی بندیزونو سره به لا خاطر جمع شي.

دا کسان او کمپنۍ چې بندیزونه پری لگیدلي، د نړۍ مختلفی کمپنۍ او اتباع دي چې د خان د شبکې سره یې سوداگري کوله.

XS
SM
MD
LG