د لاس رسي وړ اتصالات

د برتانېې خارجه وزېر: پاکستان د مومبی په حملو کې لاس نلری


د برتانېې خارجه وزېر واېې چې لکه څنگه چې د هند جمهور رئېس واېې د پاکستان حکومت پر مومبی باندی د ترهگری په حملو کې نقش نه درلود.

د برتانېې خارجه وزېر ډېوېډ ملېبند نن په نوی ډېلی کې خبرېالانو ته له دهند له خارجه وزېر پراناب مکرجی سره له ملاقات نه وروسته ووېل.

ډېوېډ ملېبند پراسلام اباد غږ وکړ چې له داسی ترورېستی ډلو سره لکه لشکر طېبه چې دمومبی په حملو کې لتاړه گڼل کېږی، سختی را واخلی.

خو خارجه وزېر ووېل چې دې په دې عقېده ندی چې د پاکستان د حکومت اداری پرمومبی باندی په برېدونو کې لاس لری.

د هند صدر اعظم من موهن سنگ تېره اونی ووېل چې دغه راز حملی د پاکستان د کومی ادارې له مرستی نه پرته نشوای عملی کېدلی.

په نوی ډېلی کې نن د هند خارجه وزېر پر نړېواله ټولنه باندی غږ وکړ چې داخبره ېقېنی کړی چې هغه کسان محکمی ته را کش کړی شی چې ددغو حملو مسوول دی.

تېره اونی هند هغه شواهد او اسناد پاکستان ته ورکړل چې داثابتوی چې د احملی پاکستانېانو کړېدی.

د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی ووېل چې دده هېواد به دهغو کسانو خلاف چې په دغو حملو کی لتاړ وی سخت اقدامات وکړی خو کوم سړی به هند ته دمحاکمی لپاره په لاس ورنکړی.




XS
SM
MD
LG