د لاس رسي وړ اتصالات

تر اوسه پورې تقرېبا 'نهه سوه فلسطېنېان وژل شوېدی'


د اسراېېلو قواو نن د سه شنبی په ورځ دله فلسطېنی سر تېرو سره د غزې په ښار کې پر سړکونو باندی شدېده جگړه وکړه.

د اسراېېلو زمکېنې قواوې اوهلېکوپټرونه د غزې د ښار په سخته پرنفوسه سېمه تېل الهوا کې ور ننوتلی دی. خو تراوسه لا د غزې د ئښار مرکزی برخی ته ندی ور رسېدلی.

د ملگرو ملتونو منشی بان کېمون نن منځنی ختېځ ته ددې لپاره ورځی چې په دې خبره ټېنگار وکړی چې د اسراېېلو او فلسطېنېانو ترمنځ سمدلاسه اوربند وکړی.

د اسراېېلو پوځ واېې چې د دوی جنگی الوتکېو په غزه کې تر شپېتونه زېات اهداف وېشتلی دی او په دې کې د حماس د راکټونو د وارولو ځاېونه او وسلو د ذخېرو ځاېونه شامل دی.

په هغوځاېونو باندی چې بمباری شوېده په هغو کې د حماس د قوماندی ځاېونه او هغه تونلونه هم شامل دی چې له مصر نه پرې وسلی راوړل کېږی.

د فلسطېېن صحی ماموران واېې چې په هواېې بمباری کې لږ تر لږه دولس کسان وژل شوېدی. په مجموع کې ٩٠٠ فلسطېېنېان وژل شوېدی.

رپوټ واېې چې د اسراېېلو په دې تهاجمی کې حمله کې چې تقرېبا له درې اونېو راهېسی روانه ده دېارلس اسراېېلېان وژل شوېدی.

ښاغلی بان د ملگرو ملتونو سر منشی په اسراېېلو کې د غزې په شخړه بحث وکړ. هغه به په لوېدېزه غاړه ، اردن ، ترکېیی ، سورېې او کوېت کې هم په دې مسله خبری وکړی.

هغه ووېل چې دی به په دې فشار واچوی دواړه خواوې دامنېت د شوری هغه پرېکړه لېک ومنی چې تېره اونی ېې منظور کړ. په دغه پرېکړه لېک کې سملاسی اوربند غوښتل شوېدی.

خو دواړو خواو اسراېېلو او حماس د اوربند لپاره په دغه غږ باندی ځان ناگاره کړېدی او مرگ ژوبله ېې پاېته ونه رسوله. رپوټ واېې چې دحماس استاځی به نن په قاهره کې د مصر د استخباراتو له چارواکېو سره په ېوه امکانی اوربند باندی خبری وکړی.

دغه سخت درېځه گوند غواړی چې اسراېېلی قواوې له غزې نه ووزی. او په دغه سېمه باندی ېې چې کوم بندېز لگولی دی هغه د اوربند په موافقتنامه کې پاېته ورسوی.

داسراېېلو د وسله والو قواو لوی درسېتز ډگر جنرال گابی اشکېنازی پارلېمان ته ووېل چې داسراېېلو پوځ د حماس ډله په کلکه ځپلی ده، دهغوی بنېادی خدمتونه ېې ورخراب کړېدی خو هغه واېې چې ددوی وظېفه لا تراوسه پورې هم خلاصه نده.

دخوراکی موادو ادارو د دوشنبی په ورځ دخوراکی موادو او نورو ضروری شېانو رسول غزې ته بېرته پېل کړل. تېره اونې ېې د اسراېېلو د تهاجمی حملی له امله درولی وو.

د غزې اوسېدونکی د اوبو، برېښنا اوخوراکی موادو له سخت کمبوت سره مخامخ دی.

XS
SM
MD
LG