د لاس رسي وړ اتصالات

د غزی په اړه، د بن لادن 'پیغام'


په یوه نوي فیته کی چی گمان کیږي د اسامه بن لادین له خوا خپره شوی ده، له مسلمانانو نه غوښتنه شوي چه په غزه کي د اسرایلو د نظامی عملیاتو پر خلاف، جهاد پیل کړی.

دغه فیته په هغو اسلامي انترنیتی پاڼو کي چی القاعده عموما خپل پیغامونه خپاره کوي، نشر شوی دي.دا چه دا تیپ حقیقی دی که نه، تر اوسه پوری نه دی تایید شوې.

او په غزه - په داسی حال کې چې د اسرائیل پوځي ځمکني ځواکونو د غزې په مرکزي برخو کې پیشرفت کړې، تیره شپه یې بیا هم په غزه کې ځنې ودانۍ په هوایي بمبارد په نښه کړې.

همداسی چې په غزه کې جگړه د نونلسمې ورځی لپاره روانه ده، اسرائیل ځمکې ویجاړوي هوایې عملیاتو ته دوام ورکوي او د غزې ساحلي تړانگې ته هم ورننوتي د چهارشنبې سهار وختي هم د غزې پر سر تور لوگې و.

عیني شاهدان وایې چې نن سهار وخته اسرائیلي الوتکو د ښاروالۍ یوه برخه چې د محکمې د ودانۍ په توگه کارترې اخیستل کیدوهم وویشتله.

دوی وایې ددی ودانۍ شاوخوا ځنې دوکانونه هم له منځه تللي په همدې وخت کې نن سهار مړي او زخمیان د غزې شفا روغتون ته انتقالیدل.

فلسطيني روغتیايي مامورین وایې تر اوسه د وژل شوو کسانو شمیر د ٩۴٠ اوختی او نیمایی یې ماشومان او ښځې دي.

پدی جگړه کې دیارلس اسرائیلیان هم وژل شوي چې لس یې عسکر دي

نن دغزې دښار په ټولو برخو کې د سختو چاودنو اوازونه اورېدل کېدل او د فلسطېنېانو او اسراېلی عسکرو ترمنځ هم ډېر سخت جنگ روان ؤ او د ماشېندارو ډزې هم اورېدل کېدلی.

ملگری ملتونه واېې چه په غزه کې څلور زره څلور سوه کسان زخمېان شوی دی چه زېاتره ېې ملکی خلک دی.

تېره هفته هم څو راکټونه چه دلبنان نه فاېر شوی ؤ داسراېلو په جنوب کی ولگېدل خو حزب اله په دغه کار کی لاس لرل رد کړل.

اسراېل واېې چه عسکرو ېې نن ددغو حملو په ځواب کې دلبنان په جنوب باندی دتوپونو ډزی وکړی.

نن به دملگرو ملتونو عمومی منشی سېمی ته ورسېږی او ددواړو خواو نه به وغواړی چه جنگ نور بند کړی.

بانکی مون نن ېو وار بېا داوربند غوښتنه وکړه. دحماس ېو هېت هم مصر ته رسېدلی دی.


XS
SM
MD
LG