د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو په افغانستان کې د مداخلې مقررات سختوي


ناټو وایی چی په افغانستان کی یې د خپلي مداخلې مقررات ددې د پاره سخت کړي دي چی د ملکي خلکو تلفات کم او تاو تریخوالی کم کړی شی .

ددې اتحاد یوه نطاق پرون د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چی افغان عسکر به د خلکو د کورونو او مذهبي ځایونو تلاشي په غاړه لری . په دې پریکړه کی دا واضح شوي دي چی خارجي قواوي دغه تلاشي یواځي هغه وخت کولای شی چی د کوم خاص خطر احساس وکړي .

دغه نوي مقررات تیره میاشت نافذ شوي وو خو یواځي پرون یې اعلان وسو .

جمهوررئیس حامدکرزي څو څو واره په افغانستان کی د تقریبا ٦٠ زره خارجي عسکرو نه غوښتي دي چی ملکي خلکو ته د تاوان رسولو نه ځان وژغوري . هغه ویلي دي چی د ملکی خلکو د وژلو له کبله په دې ملک کی د خارجي عسکرو سره د خلکو ملاتړ کمیږي .

ناتو یاغي طالبان په دې ملامتوي چی په افغانستان کی د زیات شمیر ملکي خلکو په وژلو کی لاس لری .

د یوه بل خبر له مخي د افغانستان ددفاع د وزارت یوه نظاق جنرال ظاهر عظیمي ویلي دي چی د افغانستان په جنوبي نا آرامو سیمو کی اوس یواځي څلور ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کی دي . هغه دا تبصره په کابل کی د افغان او ناتو په یوه گډ خبري کنفرانس کی وکړه .

چارواکي وایی چی په دې کی یوه ولسوالي د دای کندي په ولایت او درې نوري د هلمند په ولایت کې دي .

XS
SM
MD
LG