د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: افغانستان باید وسلې زموږ څخه واخلي


د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال الکسي بارو داو کین وایي چی افغانستان ددې پر ځاي چی د نورو ملکونو نه روسي وسلې چی په غیر قانوني توگه یې کاپي گاني جوړیږي واخلي باید په مستقیم ډول دا وسلې د ماسکو نه رانیسي .

د روسیې خبري آژانسونو پرون د چهارشنبې په ورځ د هغه له قوله وویل چی که افغانستان دغه وسلې د ماسکو نه وغواړي نو روسیه دې ته تیاره ده چی د هغو په تهیه کولو باندی غور وکړی .

هغه وویل چی دا به د افغانستان د پاره هم ښه او منطقي وی چی دا وسلې ددې پرځای چی د نورو ملکونو نه یې چی په غیر قانوني توگه د روسي ټیکنالوجۍ نه استفاده کوي او دا وسلې جوړوي اخلي ، خپله هغه د روسیې نه تر لاسه کړی

ماسکو دیرش کاله پخوا د شوروي اتحاد په وخت کی افغانستان اشغال کړی و او په هغه ملک کي یې زیات قدرت او اثر رسوخ درلود . خو عسکر یې مجبور سول چی په ١٩٨٩ کال کی د هغه ملک نه بیرته ووځی .

XS
SM
MD
LG