د لاس رسي وړ اتصالات

'په افغانستان کي، ۲۰۰۹ نظر په تیر کال، امیدوارکونکی ښکاري'


د افغانستان د ملي دفاع وزارت هیله څرگنده کړې چې دوه زره نهم کال نظر په تیر کال د امنیت له اړخه امیدوارونکی ښکاري.

دا خبره د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د ایساف او ناټو ځواکونو سره په یو گډ خبری کنفرانس کې وکړه.

ښاغلي عظیمي وویل چې پدی کال کې به افغان امنیتي ځواکونه د امریکا نه نوي او پرمختللي تجهیزات لاسته راوړي او په خوا کې به یې په هیواد کې د نړیوالو ځواکونو شمیر هم زیات شي.

د ایساف ویاند وویل چې تردی مخکې د افغانستان او پاکستان په سرحّد کې د ترهگرو په تلو راتلو کې اندیښنیي موجودی وی خو اوس چې په وړاندې یې پوځي عملیات پیل شوي او لاهم دوام لري دا اندیښنه له منځه تللی.

ښاغلي عظیمي پدی کنفرانس کې دا هم وویل چې د دلو په دریمه به د افغانستان د پوځي ملي اکاډمۍ محصلین خپل د فراغت سندونه هم واخلي.

XS
SM
MD
LG