د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان او پاکستان ستونزې په حقېقت کې ېو دي'


واشنگټن پوست لېکی چې د امرېکا مشهور جنرال، ډېوېډ پېټرې ېس، د افغانستان او گاونډېو هېوادونو په نقش باند ی په افغانستان کې او دافغانستان لپاره د ېوې نوی او هراړخېزې ستراتېژی په لرلو ټېنگار وکړ.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه د امرېکا د ېوه عالېرتبه جنرال ډېډوېډ پېټرېېس له قوله لېکی ددې لپاره چې د امرېکا پالېسی په افغانستان کې کامېابه شی نو پکار ده چې ددې هېواد په محدودېتونو پوه شی او شاوخواته گاونډېان ېې هم په نظر کې ونېسی.

د افغانستان اړېکی له پاکستان سره چې د ترهگری په جگړه کې د امرېکا انډېوال هېواد دی هم په نظرکې ولری.

ورځپآڼه لېکی چې د امرېکا دغه جنرال د عراق د جنگ قومانده او څارنه په غاړه لرله. اوس په افغانستان کې هم د جگړې مشرتوب په غاړه لری.

ورځپاڼه لېکی چې هغه دا اټکل کړېدی چې د افغانستان جگړه به اوږده وی خو هغه ېې موده معلومه نکړله. جنرال پېټرېېس په واشنگټن کې ووېل چې په افغانستان کې د امرېکا ېوه کامېابه ستراتېژی په له هغې ستراتېژی نه چی په عراق کې عملی شوېده توپېر ولری. هغه په دې برخه کې ېوڅه مشخص ټکی وړاندی کړل.

واشنگټن پوست لېکی چې د اوباما اداره په دې لگېا ده چې د افغانستان د اوه کلن جنگ په باب نوی کتنه وکړی. دا جگړه له هغی اندازې نه چې اټکل ېې کېده ډېره زېاته مخ په خرابېدو روانه ده.

په داسی حال کې چې په عراق کې انکشاف راغلی دی. هغه دا هم ووېل چې ېوه ورځ به امرېکا او د هغه انډېوالان د اېران سره دافغانستان په برخه کې ښاېې ېو گډ هدف ولری.

او هغه به په افغانستان کې د ثبات راوستل اوددغه هېواد بېارغول وی.

واشنگټن پوست لېکی چې جنرال پېټرې ېس د سولی په انستېتېو ت کې په واشنگټن کې ووېل چې د افغانستان د حالاتو د مختلفو اړخونو په هکله هېڅ شی هم اسانه ندي. تقرېبا هر اړخ ېې سخت دی او دا به په ٢٠٠٩ کال او په راتلونکېو کلونو کې هم همداسی وی.

واشنگټن پوست لېکی چې دپېټرېېس وېنا د امرېکا د سولی د انستېتېوت په هغه کنفرانس کې وشوه چې په نړی کی د ستونزو نه ډکو سېمو په باب په داسی حال کې وشو چې امرېکا د نوی ادارې د پېل په درشل کې ده.

د سولی انستېتېتوت هغه ستونزې په نښه کړی چې په افغانستان کې همدا اوس موجودی دی. رپوټ واېې چې امرېکا او انډېوالانو ېې افغانستان ته هغه څه ونکړل چې وخت او حآلاتو تقاضا کوله.

هغوی د لنډې مودې پر اهدافو تمرکز وکړ بې له دېنه چې ېوه منظمه او هر اړخېزه ستراتېژی ولری.

اوېا په دې پوه شی چې دغه سره پاشل شوی هېواد به څنگه سره راټول او منظم کړی.

واشنگټن پوست لېکی چې جنرال پېټېرېېس دا سپارښتنه وکړه چې منتخب جمهور رئېس براک اوباما دې په افغانستان کې د جنگ او بېا رغونی په حالاتو له سره خپله توجه متمرکزه کړی او دېوې داسی پروژی په باب دې فکر وکړی چی لږ تر لږه ېوه لسېزه کار غواړی.

جنرال پېټرې ېس ووېل چې توقع ده دافغانستان پرپالېسی باندی نوی کتنه داوباما ادارې ته د جنوری له شلمی نه وروسته په هغه اولنی اونی کې وړاندی شی چې دی په کار پېل وکړی.

په دې توگه به توجه د عراق له پاېته رسېدونکې جگړی نه د افغانستان زېاتېدونکی جگړی ته واړول شی.

جنرال پېټرېېس د افغانستان سرنوشت نېغ په نېغه له پاکستان تړلی بولی. په پاکستان کې ېو ملکی حکوت په دې هڅو لگېا دی چې په خپل هېواد کې جگړه ماران او له افغانستان سره خپل سرحدونه تر کنترول لاندی راولی خو د حکومت په دې قابلېت باندی شک موجو دی.

هغه ووېل چې د افغانستان او پاکستان مشکلات داسی معلومېږی لکه دېوې ستونزې ېوه مجموعه چې وی. په دې ډول په افغانستان کې پرمختگ ترهغه وخت پورې بشپړ نه ښکاری ترڅو چی داسی ستراتېژی موجوده نه وی چې په هغې کې پاکستان شامل نه وی اومرسته ورسره ونه شی.

په دې برخه کې باېد هغه له ستونزو ډکی اړېکی هم په نظر کې ونېول شی چې پاکستان ېې له خپل اټومی سېال هند سره لری. د اېران په برخه کې جنرال پېټرې ېس ووېل چې دی به په دې برخه کې تفصلات دېپلوماتانو ته پرېږدی.

خو هغه ووېل چې اېران د امرېکا داوږدې مودې مخالف په افغانستان کې دستونزو د حل د سېمه ئېزو هلو ځلو په برخه کې شرېک گڼل کېدلی سی.

واشنگټن پوست لېکی چې دافغانستان ستراتېژېک موقعېت او نېژدی تارېخ دا څرگندوی چې دترورېزم زانگو او دنړی د هېروئېنو ستره منبع ده.

په دې توگه په دې کې دغرب هېوادونه، دمنځنی ختېځ او ترهغی اخواته نورهېوادونه هم په افغانستان کې دلچسپی لری.

واشنگټن پوست د جنرال پېټرېس له قوله لېکی چې اېران دمخدره موادو د تجارت په برخه کې اندېښنه لري. داهم نه غواړی چی پرافغانستان باندی د ې افراطېان بېا حکومت وکړی، لکه څنگه ېې چې نور ډېر هېوادونه هم نه غواړی.

XS
SM
MD
LG