د لاس رسي وړ اتصالات

گېلانی، د ممبئ د حملو په اړه، د هند جناېې دوسېه کم اهمېته بللی دی


د پاکستان صدر اعظم، ېوسف رضا گېلانی د هغې جناېې دوسېې اهمېت ډېر کم بللی دی چه په مومبئ کې ېې دتېرکال د حملو په اړه ورته ورحواله کړی وه.

د پاکستان صدر اعظم دا دوسېه په اصطلاح صرف ېو لړ معلومات وبلل او واېې چه دمومبئ د حملو په ارتباط څه شواهد په کې نه دی موجود.

د پاکستان دولتی مطبوعاتو نن راپور ورکړ چه ښاغلي گېلانی دا تبصره په خپله هغه وېنا کی کړی چه د سه شنبی په ورځ ېې د پاکستان دپارلمان غړو ته وکړه.

گېلانی ووېل چه د پاکستان حکومت لگېا دی په غوره دغه دوسېه مطالعه کوی.

تېره هفته دهند حکومت اعلان کړی ؤ چه پاکستان ته ېې د مومبئ په حملو کې د ېوې تندروې پاکستانئ ډلې، لشکر طېبې د لاس لرلو په هکله شواهد وړاندی کړی دی.

د هند حکومت واېې په دغه دوسېه کې دهغو تلېفونی خبرو متن هم موجود دی چه ،گومان کېږی ،په مومبئ باندی دحملو او څو ځاېونو دمحاصرې په وخت حمله کوونکو په پاکستان کې دخپلو مشرانو سره کړی وې.

د ېوې تلېفونی مکالمې متن چه دهند انگرېزی ژبی ورځپاڼې حاصل کړی دی، ښېې چه د مومبئ په ېو هوټل کې موجود ېو ټوپک والا، په پاکستان کې خپلو ملگرو ته واېې چه دری خارجېان او څو تنه ښځی مونېولی دی، د پاکستان نه ورته بېرته ځواب راځی چه ټول ووژنه.

د هند صدراعظم څو ورځی مخکی اعلان کړی ؤ چه دپاکستان دکومې دولتی ادارې دملاتړ او سرپرستئ نه په غېر دغه حملې په دومره موثر ډول سر ته نه شوې رسېدلی.

XS
SM
MD
LG