د لاس رسي وړ اتصالات

د سعودی مطبوعات: لس کلنی ځوانی پېغلی هم واده کېدلی شی


د سعودی عربستان مطبوعاتو نن د سعودی د ېو ستر دېنی عالم له قوله راپور ورکړ چه لس کلنی ځوانی پېغلی هم واده کېدلی شی.

وېل کېږی چه دسعودی عربستان لوی مفتی عبد العزېز الشېخ واېې وېل کېږی چه وېل کېږی چه ددوشنبی په ورځ په ېوه وېنا کی ووېل هغه څوک چه فکر کوی چه دلس کلنې او ېا ېوې دولس کلنې جېنئ واده کېدل مناسب نه دی، غلطه خبره کوی.

د سعودی مطبوعاتو د نوموړي له قوله ووېل چه دا خلک په حقېقت کې ددغو ځوانو جنکو حق تلفی کوی.

د سعودی ستر مفتی دا وېنا ېوه ورځ وروسته دهغې وکړ ه چه دبشر دحقوقو سازمان په زور دکم عمره جېنکو واده کول وغندل کړل.

کمېسون اعلان وکړ چه دا ډول ودونه غېر انسانی دی او د ځوانو کم عمره جېنکو په حقوقو باندی تېری دی.

د بشری حقوقو کمېسون د سعودی دحکومت نه وغوښتل چه دجېنکو د ودولو لپاره باېد حد اقل ېو ټاکلی عمر وټاکی. خو په پوره ډول دا خبره هم څرگنده نه ده چه د کم عمره پېغلو ودېدل په سعمودی کی څومره زېات عام دي.

د سعودی مطبوعاتو راپور ورکړی ؤ چه څو تنه کم عمره جېنکئ واده شوی دی.

تېره هفته دسعودې ېو محکمې د طلاق اخېستلو لپاره دېوې اته کلنې جېنې درخواست در کړ.

نوموړې د خپل پلار له خوا ېوه پنځوس کلن سړي ته واده شوی وه. محکمې حکم وکړ چه دغه سړی باېد دجنئ بالغ کېدلو پوری صبر وکړی.

XS
SM
MD
LG