د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایی لوړ رتبه ماموره، د گوانتانامو په زندان کې، د یو سړی د شکنجی به اړه


د بش د حکومت ېوه لوړ رتبه ماموره واېې چه د امرېکا پوځ هغه سړی د توقف په وخت شکنجه کړی ؤ چه په کال دوه زره ېو مېلادی کې په امرېکا باندی د ټرورېستی حملې په شک په اصطلاح د شلم حمله کوونکي په تور نېول شوی ؤ.

مېرمن سوسن کرافورډ چه دگوانتنامو په نظامی زندان کې د ټرورزم په شک دنېول شوو افرادو د محاکمو لپاره د دبش د حکومت د نظامی کمېسونونو مشری په غاړه لری، نن واشنگټن پوست ورځپاڼې سره په ېوه مرکه کې ووېل چه، ددغه سړي نوم محمد الحقطانی دی او دتحقېقاتو په دوران کې د ډول ډول شکنجو لاندی نېول شوی ؤ، چه په دی جمله کې په زور د هغه لوڅول، د خوب نه محرومول، او په ډېره سړه هوا کې ېې پرېښودل شامل ؤ.

هغې ووېل که څه هم چه د قېدېانو سره ددی ډول روشونو امر شوی ؤ خو مستنطېقنېو دکال دوه زره دوه او کال دوه زره دری مېلادی په دوران کې په ډېره سخته توگه دغه روشونه عملی کول.

مېرمن کرافورډ دواشنگټن پوست ورځپاڼې ته ووېل چه ددغو تحقېقاتو په نتېجه کې محمد القحطانی د گونتانامو په ېوه نظامی روغتون کی، دوه وارې بستری شو، ځکه چه دزړه حالت ېې د خطرناک حده پوری خراب شوب ؤ.

مېرمن کرافورډ واېې چه د همدې امله هغې د القحطا په خلاف لگول شوی د جنگی جرمونو الزامونه دهغه د محاکمې په دوران کې تېرکال په مئ کې رد کړل.

القحطانی په اصل دسعودی عربستان دی او په افغانستان کې نېول شوی ؤ،چه بېا دگوانتانامو زندان ته په کال دوه زره دوه مېلای کې رواستل شو.

د امرېکا حکومت په هغه وخت کې اعلان کړی ؤ چه هغه غوښتل دهغو نور لسو کسانو سره ملگری شی چه څو ملکی الوتکې ېې وتښتولی او دکال دوه زره ېو مېلای د سپټامبر په ېولسمه نېټه ېې په امرېکا کې حملې وکړی.

خو ددې حملو نه ېوه مېاشت مخکی نوموړې د امرېکا دوېزې په حاصلولو کی برېالی نه شو.

د گونتانامو په زندان کی د قېدېانو سره دزشتې روې په وجه د بش په حکومت باندی هم په خارج کې او هم په داخل دامرېکا کې ډېر شدېد انتقادونه شوی دی.

.فعلا تقرېبا دوه سوه کسان بی د محاکمې نه په گوانتانامو کی پراته دی.دمنتخب جمهورر ېس بارک اوباما مشاورېن واېې چه اوباما به ېو فوق العاد حکم جاری کړی او زر به دگونتانامو زندان وټړی.

XS
SM
MD
LG