د لاس رسي وړ اتصالات

تروریزم په خلاف جگړې ته د خلیل زاد خوشبیني


په م م کې د امریکا سفیر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په پرمختگ او د تیروریزم خلاف گډې جگړې کې د هڅو په هکله خوشبینې څرگنده کړې ده.

د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کې د نوي امریکا د بنیاد په مرکز کې د خبرو پر وخت سفیر زلمي خلیل زاد وویل چې سخت دریځه طالبان نه یوازې افغانستان ته گواښ دی بلکه د پاکستان ملکي حکومت ته هم یو تهدید دی.

خلیل زاد وویل چې پاکستاني جمهور رئیس اصف علي زرداري په دی وروستیو کې کابل د سفر په وخت جمهور رئیس حامد کرزي سره ژمنه وکړه چې غواړي د کابل د حکومت سره په گډه کار وکړي.

هغه وویل چې وخت بدل شوی د دواړو هیوادونو اړیکې ټینگې شوي او حامد کرزی اوس د پاکستان د موقف نه دفاع کوي.

د پاکستان د استخباراتي ادارې په هکله د یوی پوښتنې په ځواب کې خلیل زاد وویل چې د ای اس ای اداره باید د ملکي حکومت تر کنترول لاندې راشي او نړیواله ټولنه باید پدی اړوند مرسته وکړي

او په کابل کی، د افغانستان جمهور رئیس حامد کزري نن د ارگ په ماڼۍ کې د سعودی عربستان د استخباراتو له ملي ادارې د رئیس او د پاچا ملک عبدالله له ځانگړي استازي مقرین، بن عبدالعزیر سره ولیدل.

د غرمې ډوډئ ترخوړو وروسته یې د افغان جهادی مشرانو سیاسي شخصیتونو او د کابینې له یو شمیر غړو سره ولیدل او د افغانستان لپاره یې د سعودي عربستان د نیکو هیلو پیغام وړاندې کړ.

XS
SM
MD
LG