د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د پوځ یو جنرال په هرات کی ووژل شو


افغان مامورین وایی چی د افغانستان د پوځ یو عالي رتبه جنرال د هلیکوپتر د رالویدو په پېښه کی وژل شوی دی.

هغوی وایی چی دا هلیکوپتر نن د پنجشنبې په ورځ په هرات کی په داسی حال کی چی هوا خراپه وه را ولوید.

په دې پېښه کی خپله جنرال فضل الدین سیار او نور ١٢ تنه وژل شوي دي.

چارواکي وایی چی دغه جنرال د افغانستان د لویدیځي سیمي نظامي قوماندان و او په همدې هلیکوپتر کی د فراه ولایت ته روان و .

خو طالبانو ادعا کړې ده چې دغه هليکوپتر دوی راغورځولې ده. د طالبانو یوه نطاق وویل، دغې هلیکوپتر ډیر کښته پرواز کاوه او دوی ملگري توانېدلي چې ویې ولي.

له بلې خوا، نن د پنجشنبې په ورځ، د برتانیې د دفاع وزارت وویل، د دوی دوه عسکر د هلمند ولایت د گرشک په ولسوالۍ کې په یوې چاودنه کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG