د لاس رسي وړ اتصالات

د ممبی د حملو په ارتباط پاکستان ۷۱ تنه ونیول


د پاکستان یو لوړرتبه مامور وایی چی چارواکو د هغي ډلي چی د نومبر په میاشت کی د هند په مومبای کی د تروریستي حملو په کولو تورنه ده ۷۱ غړي نیولي دي.

چارواکي وايي، نیول شوي کسان چې د یوې خیریه ټولنې سره یې کار کاوه، په اصل کې د لشکر طیبه د منځنۍ طبقې او لوړې سطحې مشران دي.

د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مسئول، رحمن ملک وویل د جماعت الدعوه ډیر کمپونه یې ور بند کړي دي.

داسې قکر کیږي چې په دغه کمپونو کې تندروان روزل کیدل. په جماعت الدعوه پورې مربوط ٨٧ ښوونځي او ٢٠ دفترونه تړل شوي دي. ددغې ډلې چاپي او پر انټرنیټ باندې د دوی خپرونې هم بندې شوي دي.

رحمن ملک په دې اړه څه ونه ویل چې، آیا ددې نښې نښانې لیدل شوي چې تندروانو ددغو حملو پلان په پاکستان کې طرح کړی و.

هند ټینگار کوي چې پر ممبئ باندې حمله په پاکستان کې د موجودو تندلارو ډلو کار و. په دغې حملې کې ١٧٠ تنه ووژل شول. ځینې چارواکې خو لا وايي چې په دغه دسیسه کې د پاکستان د استخباراتي شبکې ځینو پخوانیو یا برحال چارواکو لاس درلود.

رحمن ملک وویل، د هند او پاکستان چارواکي د هغه تاوتریخوالي د لرې کولو لپاره مشترک کار کوي چې پر ممبئ باندې د حملې له کبله د دواړو ملکونو تر منځ راپیدا شوی دی.

هغه وویل: "دا هغه څه دي چې ترهگر یې غواړي. دوا د هند او پاکستان تر منځ بدبیني غواړي. دوی د دواړو ملکونو تر منځ بحران غواړي. راځئ چې په هوښیارئ کار وکړو".

د چهارشنبې په ورځ د هند د پوځ قومندان وویل، هند دغو حملو ته د ځواب ویلو لپاره حتی په نظامي اقدام هم لاس پورې کولای شي.

خو د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت مسوول وی ځل بیا ددغو حملو په اړه په تحقیقاتو کې د دواړو ملکونو تر منځ د همکارئ غږ کړی دی. خو هغه اسناد یې کم ارزښته وبلل چې د ممبئ د حملو د شواهدو په توگه هند پاکستان ته ورکړي دي.

رحمن ملک وویل، په دغه دوسیه کې معلومات دقیق نه دي ورکړل شوي او زیاته یې کړه چې د پاکستان یو کمیسیون ورباندې غور کوي.

XS
SM
MD
LG