د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې کې د اوربند لپاره ډپلوماټیکې هڅې دوام لري


په داسې حال کې چې پر غزې باندې د اسرائیل حمله لا دوام لري، په منځني ختیځ کې ځیني نړېوال ډیپلوماتان د جگړې د بندېدو په هڅو بوخت دي.

ویل کیږي چې د اسرائیل او فلسطینی ملیشو ترمنځ د اوربند لپاره د حماس او مصر تر منځ خبرې یوې هوکړې ته نژدې شوي خو اوس هم داسې ټکي شته چې پرې خبرې دوام لري.

.د م م سرمنشي بان کي مون منځني ختیځ ته خپل یو اوونیز سفر، مصر ته په ورتگ سره پیل کړ. هغه مصر ته په رسېدو سره، د اسرائیل او حماس ترمنځ د مذاکراتو زور او په غزې کې د یو سمدستي اوربند غوښتنه وکړه.

بان کي مون وروسته په اردن کې له دویم ملک عبدالله، او په عمان کې له ملکې رانیا سره وکتل. ټاکل شوې ده چې د م م سرمنشي اسرائیل او بیا د اردن سیند لویدیځې غاړې، ترکیې، لبنان، سوریه او کویټ ته هم ولاړ شي.

په همدې حال کې منځني ختیځ ته د چین استازی سن بیگان هم د سیمې په سفر بوخت دی او په بیت المقدس کې یې د اسرائیل له جمهور رئیس شیمون پریز سره وکتل.

بل پلو د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر میگویل موراتینوس بیا د اسرائیل له صدراعظم ایهود اولمرت سره ولیدل او بیا له فلسطینی مقاماتوسره د خبرو لپاره رام اله ښار ته وخوځېد.

موراتینوس په رام الله کې وویل: “هغوی ډېر سره نژدې شوي دي خو بیا هم څه خبرې پاته دي. د حماس او مصر مرکچیان د اسرائیل د پلاوي په تمه دي چې سبا به قاهرې ته ورسیږي او هیله من یم چې له هغه وروسته به په غزې کې اړین اوربند ټینگ شي.”

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس له موراتینوس سره له خبرو وروسته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې تر هرڅه دمخه باید یو اوربند ټینگ شي.

محمود عباس: “موږ نن ورځ په یوه سخته شیبه کې راگیر یو. هغه څه چې مهم دي، یو چټک اوربند دی څو وکړای شو د فلسطیني وگړو رنځ یو څه کم کړو، پس له هغه کولای شو د هر څه په اړه خبرې وکړو. او بل مهم ټکی چې باید یې هېر نه کړو هغه ملي روغه جوړه ده چې باید پخوا حالت ته د فلسطین د بېرته گرځولو لپاره ترسره شي.”

ډیپلوماتان په داسې حال کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې مصر او حماس د اسرائیل او فلسطیني ملیشو ترمنځ پر یو لس ورځېني اوربند هوکړې ته سره نژدې شوي دي.

د حماس او مصر چارواکو خوشبیني ښوولې چې د یو موقت اوربند موافقه به ډېر ژر برابره او اسرائیل ته وروړاندې شي.

په قاهرې کې د حماس یوه استازي، صلاح برداویل خبري کنفرانس ته وویل: "د مصر منځگړتوب، یواځېنی منځگړتوب دی چې موږ ته مساعد دی. موږ پر ټولو ټکو خبرې کوو او له مصریانو سره له خبرو اترو وروسته به خپل نظریات وړاندې کړو او هیله من یو چې دا خبرې په بریالیتوب پای ته ورسیږي.”

د حماس استازي وویل چې د حملو پای، له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو په بشپړه توگه وتل او ددې سیمې د کلابندۍ دایمې ماتېدل غواړي.خو له دغو خبرو سره سره، په غزې ښار کې نن هم سخته جگړه روانه وه.

د اسرائیل ځواکونه نور هم د ښار منځ ته پر مخ ولاړل او د م م یوې ادارې خبر ورکړ چې د هغو پر ودانۍ هم گولۍ وریږي.

د رپوټونو له مخې، تر اوسه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر، له زرو تنو اووښتی دی. د اسرائیل هوایي ځواکونو تېره شپه په غزې تراډې کې کابو اویا ځایه په بمونو وویشتل چې پکې د رفعه جومات هم شامل و.

ویل کیږي چې په دې جگړې کې سربېره پر ځاني تلفاتو، د غزې ښار بسټیزو جوړښتونو ته نژدې یو نیم میلیارد ډالره زیان رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG