د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: زمونږ پیاوړتیا زمونږ پوځي طاقت نه دی


منتخب جمهور رئیس بارک اوباما دا خبره څرگنده کړېده چې دی به د امریکا نفوذ په نوره دنیا کې د نرم چلند له لیارې اعاده کړي.

ده همدارنگه ویلي دي چې د امریکا د ملت ارزښتونو، کلتور او د ژوند لارو ته به هم پاملرنه وکړي.

د امریکا نظامي قوه په نړی کې بینظره ده او تر ټولو پوځونو ډیره ښه روزل شوېده، ښې وسلې لري او په ١٣٠ هیوادونو کې مستقره ده.

مگر د ځنو خلکو په خبره د امریکا د پوځي پیاوړتیا سره سره بیا هم نفوذ یې په نورو ملکونو کې د کمیدلو په حالت کې دی.

په هغه نظر پوښتنه کې چې په دې وروستیو وختونو کې په ٣٣ هیوادونو کې شویده داسی ښودل کیږي چې په شپږویشتو کې یې په تیرو اتو کلونو کې د امریکا په وړاندې د نړیوالو مثبت نظر د کمیدلو په حالت کې دی.

د نیویارک د سیراکیوز په پوهنتون کې د ډپلوماسۍ استاده نانسی سنو وايي چې یواځې د اوباما ټاکل کیدل پخپله ډیره گټه کوي چې د امریکا په مقابل کې د نړیوالو نظر ښه شي.

نانسي سنو وايي: "د انتخاباتو په ورځ نړیوالو په گډه هیله من وو چې اوباما وگټي. او همداسې هم وشو. او دې سره جوخت د امریکا په وړاندې د نړیوالو په نظر کې بدلون رامنځ ته شو. دا چې دغه نظر د څومره مودې لپاره په همدې بڼه پاتې شي دا بیل سوال دی، ځکه دی اوس په قدرت رسیږي."

اوباما د خپل بریالیتوب په شپه په شیکاگو کې په ډاگه کړه چې په امریکا کې د نوي مشرتابه دور پیل کیږي.

اوباما وویل: "او ټولو هغو ته چې دا فکر کوي چې ایا په امریکا کې اوس هم روښانه مشعل لگیدلی دی، مونږ یو ځل بیا وایو چې زمونږ د ملت پیاوړتیا زمونږ پوځي طاقت نه دی، یا زمونږ د شته منۍ نه سرچینه نه اخلي بلکه زمونږ رښتونی طاقت زمونږ د ژوند د اهدافو لکه دموکراسی، ازادي، فرصت او نه تسلیمیدونکې هیلې نه لاس ته راځي."

ښاغلي اوباما ژمنه وکړه چې ملک به یو بل لوري ته بوځي. ده وویل چې دی غواړي د خپل کار په پیل کې به د امریکا د پوځ زندان په گوانتانامو کې وتړي.

ده همدارنگه وویل چې امریکا به ددې لپاره چې د نیول شوو نه معلومات تر لاسه کې د اوبو شکنجې نه کار نه اخلي.

نانسي سنو د سیراکیوز د پوهنتون نه یو ځل بیا وايي: "اوباما وویل چې د امریکا په حکومت او د ملک په مشرتابه باندې د خلکو او نړیوالو اعتماد اعاده کړي".

میرمن سنو زیاتوي چې اوباما کولی شي د افهام او تفهیم له هغه مهارت نه چې دی یې لري او همدارنگه د څو کلچرونو د امتزاج نه چې په ده کې شته دی، گټه واخلي او د امریکا نرم برلاسی بیرته اعاده کړي.

مگر د امریکا د بش د ادارې پخوانی دفاع وزیر رونالد رمزفیلد د نرم قدرت په برخه کې شاکي ؤ او ویل به یې چې د امریکا محبوبیت باید زمونږ بهرني پالیسۍ ته لارښونه ونه کړي. ده تل ویل چې دا مهمه نه ده چې په نړی کې یو څو د امریکا نه بد وړي.

خو د بش اداره په دې سبب تر انتقاد لانده وه چې د نورو ملتونو حتی د خپلو متحدینو خیال نه ساتي. کرستین لارد د واشنگتن د بروکنز په انستتیوت کې وايي ممکن اوباما د یواځې تگ پالیسي ته خاتمه ورکړي.

کرستین لارد وايي: "کله چې امریکایان وښیي چې دوی مسایلو ته غوږ نیسی، او غواړي چې په چارو کې برخه واخلي، او کله چې وغواړي په هغو ستونزو غور وکړي چې مسلمانې ټولنې ورسره مخامخې دي، دا به په حقیقت کې امریکا نوره هم محفوظه کړي".

د ځنو څیړونکو په نظر په امریکا کې دننه او په نړی کې خلک له اوباما نه زیاتې هیلې لري چې گوندې دی د نړی ستونزې حل کړي، نو دا پخپله کولی شي د نا امیدۍ چانسونه زیات کړي

مگر د نړی په گوټ گوټ کې خلک امریکا د نوي جمهور د کار د پیل مراسموته په افتخار او هیلې سره منتظر دي او د امریکا نوې مشرتابه ته په یو نوی نظر گوري.

XS
SM
MD
LG