د لاس رسي وړ اتصالات

د ترهگرۍ ضد کارپوه: د القاعده ستراتیژي ډېره پر مختللې ده


په داسې حال کې چې د امریکا منتخب جمهور رئیس بارک اوباما د پاکستان او افغانستان په هکله خپله باندنۍ تگلاره جوړه وي، پدې تگلاره کې به القاعده ته بل ترهرڅه لومړیتوب ورکړل شي.

خو القاعدې له مخه لا له اسلامي نړۍ سره د اوباما په تگلارې شک څرگند کړی.

د ترهگرۍ ضد کارپوهان وايي په دې برسېره چې امریکا او ناټو په افغانستان او عراق کې د القاعده خلاف په پوځي عملیاتو بوخت دي، القاعده بیا هم په اسلامي نړۍ کې د لویدیځ خلاف د ملسمانانو راپارولو ته دوام ورکوي چې خپل هدفونه ورو ورو ترلاسه کړي.

د ترهگرۍ ضد کارپوه او د (ترهگر ذهن) نومي کتاب لیکونکی جیرولډ پوسټ وايي، د القاعده ستراتیژي ډېره په مختللې.

پوسټ: "یوه وحشي ډله چې رواني جگړه په مخ بیايي په پرمختللي بونو او توغندیو له مینځه نشي وړل کېدای. هر ترهگر مشر چې له مینځه لاړ شي او هر ترهگر بم الوځونکی چې مړ یا ونیول شي نو شا ته یې په قطار کې لس نور ولاړ وي. دا د ترهگرو تولیدونکی ماشین دی."

ددې د مخنیوي او د القایده د ماتې لپاره پوسټ څلور گامونه په گوته کړي:

پوسټ: "ترټولو لومړی باید خلک داسې وروځو چې هغوی ترهگرو ډلو ته ورنشي. دویم، په ډله کې باید نفاق واچول شي. درېیم، له ډلې څخه د خلکو د وتلو لاره باید پرانستل شي. څلورم، د ډلې ملاتړ باید کم او مشران یې گوښه کړای شي"

ځینې کارپوهان وايي په عراق کې د القاعدې کمپاین منفي غبرگون څرگند کړ او په تېرو دوو کالونو کې له ترهگرۍ سره د ملاتړ د کمولو په هکله د امریکا ستراتیژي بریالۍ شوه.

ډېویډ گارنیسټین روس: "تېر دوه کلونه د القایده لپاره ډېر تاواني ثابت شول، په تېره بیا د راویښولو د تحریک له څر گندېدو او په عملي ډگر کې د هغو د اغېزو له کبله. دوی په ډول ډول دا غلطه ثابته کړه چې القایده یو د ازدۍ غورځنگ دی. څوک چې څومره د القایدې قانون ته نږدې ول هغومره زیات غواړي القایده رد کړي."

کارپوهان وايي جمهوري ریاست ته د اوباما رسېدل په څرگنده القایده اندېښمنه کړې. د القایده یوه مشر ایمان الظواهري له مخه لا اوباما د یوه کافر په حیث غندلی. ځیني څېړونکي باور لري که چیري اوباما په مسلمان ملکونو کې د امریکا په هکله فکر بدل کړي، نو د القایده لپاره به نوي غړي موندل گران شي.

دوید گارنسټین روس: "یو شی چې اوباما تر جورج بوش پکې ښه دی هغه د نوموړي خلاصه ژبه ده"جیرولډ پوسټ وايي کېدای شي ډېر مسلمانان هغه ته غوږ ونیسي."

پوسټ هدف دا دی چې څنگه مینځلارو او زیاتو مسلمانانو سره مرسته وشي چې دوی خپل یرغمل شوی مذهب بېرته په خپل لاس کې واخلي.

کارپوهان په دې سلا دي چې مرام دا دی چې له توندلارو سره معامله و نشي بلکه د یوې ډلې د فکر مخنیوی وشي. دوی وايي ددې مانا به ورو خو دوامداره هڅه وي.

XS
SM
MD
LG