د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایي هلیکوپتر کابل ته نژدې رالویدلی


په افغانستان کی د امریکا اردو وایی چی یو هلیکوپتر یې کابل ته نژدې د رالویدو په حال کی په سختۍ ځمکي تهراورسول سو او په کی سپاره ټول اووه تنه روغ رمټ دي.

په خپره شوې بیانیه کی ددې پېښي علت نه دی څزگند شوی ، مگر دومره ویل شوی دي چی په دې پېښه کی ددښمن لاس نه و.

پرون هم د افغانستان د پوځ یو هلیکوپتر په هرات کی راولوید چی د پوځ یو لوړ رتبه قوماندان او نور ١٢ تنه په کی ووژل شول.

طالبانو وویل چی هغه دوی راوغورځاوه ، مگر افغان مامورینو وویل چی دا هلیکوپتر د هوا د خرابوالي په وجه را لویدلی دی.

XS
SM
MD
LG