د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي جنرال پېټریاس ترکمنستان ته تللی


د امریکا د مرکزي قواو قوماندان جنرال ډېویډ پېټریاس نن ترکمنستان ته رسیدلی چی د امنیتی چارو په باب د هغه هیواد د چارواکو سره خبري وکړی ویل کیږی هغه به د جمهوررئیس قربان گلي بیردي محمدوف سره ملاقات وکړی.

جنرال پیټریاس ددې هفتې په سرکی په قزاقستان کی و، هغه ددې د پاره د مرکزي آسیا ملکونو ته تللی دی چی په افغانستان کی د ناتو قواو ته د موادو رسولو د لارو د پیدا کیدو په باب خبري وکړی.

هغه تیره هفته دلته په واشنگټن کی خبریالانو ته وویل چی اردو افغانستان ته د موادو د رسولو د پاره د یوې شمالي لاري د پیدا کیدو په فکر ده. هغه وویل چی په دې باب یولړ تجربې دا اوس رواني دي.

اردو کوشش کوی د خیبر ددرې د لاري پر ځای ددغو موادو رسولو د پاره کومه بله لار ولټوی.

جنرال پیټریاس په منځنی ختیځ او مرکزي آسیا کی د امریکایي قواو عمومی قوماندان دی.

XS
SM
MD
LG