د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا وايي کافي پلوټونیم لري


شمالی کوریا وائې، کافی پلوټونیم لری چې له څلورونه ترپنځو پوری اتمی کوپړۍ تولیدولی شی .

دامریکا داتمی چارو ماهر (سیلیگ هاریسن ) چې په پیونگ یانگ کې دمامورانوسره دخبرونه وروسته همدا اوس راستون شویدی ، نن ئې په پیکینگ ته خبریالانوته وویل، داخبره ورته وشوه چې دغه وسلی نشی تفتیش کیدای .

هاریسن وویل، دشمالی کوریا دبهرنیوچارو په وزارت کې دامریکا دڅانگی عمومی مدیر (لی.گن ) ورته وویل، کله چې دامریکا سره روابط په بشپړتوگه عادی شی نو دده حکومت دی ته تیار دی چې داتمی بی وسلی کولو په باره کې خیری وکړی.هغه دنیټی په باره کې وعده ونکړه .

دشمالی کوریا دبهرنیو چارو وزارت نن وویل، دغه هیواد به ترهغې پوری خپل داتمی قابلیت نه لاس وانخی ترڅوپوری چې ددی احساس کوی چې دامریکا دگواښ سره مخامخ ده .

ددغه وزارت نطاق وویل، دابه دامریکا اشتباه وی چې ددی فکروکړی چې پیونگ یانگ به دډیپلوماتیکی اړیکو دعادی کولو په بدل کې داتمی وسلونه لاس واخلی .

XS
SM
MD
LG