د لاس رسي وړ اتصالات

کیف او ماسکو ډیپلومایتکې کوښښونو ته زور ورکړی


داوکرائن صدراعظم یولیا تیموشنکو له کیف نه مسکوته روان شویدی چې دروسېې دصدراعظم ولادیمیر پوتین سره خبری وکړی چې دطبعی گاز دوه هفته ایزه جنجال حل کړی . دغه جنجال اروپاته دگاز په رسولو کې خندونه پیدا کړیدی.

اروپائې اتحاد هم ددی سره سم پیشنهادی کړیدی چې غواړی مسکوته دوه استازی ولیږی چې دگاز په باره کې جدا عالی غونډه وکړی مگر که اوکرائن هم پکې برخه واخلی .

داوکرائن مشران وائې، دوی دعالی غونډی مخالف ندی مگر دوی پدی ټینگار کوی چې دا باید په بروکسیل یا پراگ کې وشی . داروپائې هیوادونو دهیڅ دولت مشر په څرگنده توگه ندی ویلی چې غواړی دغونډی لپاره مسکو ته ولاړشی .

په عینی وخت کې اروپائې کمیسیون پرون دجمعی په ورځ گواښ وکړچې که دراتلونکی هفتی په سرکې گازچالان نکړړی نو دروسېې او اوکرائی په خلاف به بندیزونه ولگوی . دغه بندیزونه تراوسه ندی څرگند چې څه به وی .

XS
SM
MD
LG