د لاس رسي وړ اتصالات

جورج بوش ملت ته خپله د خدای پاماني وینا وکړه


د امریکا غږ پال ولفسن وايي بوش تېر اته کلونه یاد کړل او په راتلونکي یې هم نظر واچاو.

بوش: "په ډېرې مننې سره ما له تاسو څخه وروستۍ موقع غوښتې چې د خپل گډ سفر په هکله او زمونږ د ملت په راتلونکي څو خبرې درسره وکړم."

هغه له سپینې ماڼۍ څخه په خپل هغه لومړنۍ وینا نظر واچاو چې د امریکا په تاریخ کې د ترټولو بد ترهگر برید وروسته یې ملت ته کړې وه.

بوش: "د هر کال په تېرېدو امریکایانو وکولای شول چې خپل عادي ژوند هم هغه رنگه تېر کړي لکه څنگه چې یې د یوولسم سپتمبر څخه د مخه تېراو. خو ما پخپله هیڅ کله داسې ونکړای شول."

یو وار بیا داسې ښکارېدو لکه جمهور رئیس چې په سپینه ماڼۍ کې خپل تېر وختونه یادیل خو هغه څه چې کړي ول د هغو دفاع یې کوله.

بوش: "که بله موقع په لاس راشي نو داسې شیان شته چې زه به یې بل ډول وکړم. خو ما چې هرڅه کړي د ملت ترټولو ښې گټې مې په زړه کې نیولې وې."

په عراق باندې د برید او د ترهگرۍ خلاف د جگړې په هکله هغه و منل چې دده ځینې پرېکړې متنازع وې، خو هغه وویل چې ده ډېر مهم هدفونه ترلاس کړل.

بوش: "زما د ډېرو پرېکړو په هکله په ځای بحثونه روان دي، خو د نتیجو په هکله یې ډېر کم بحثونه روان دي. په تېرو اوو کلونو کې په امریکا بل کوم ترهگر برید و نه شو."

په داسې حال کې چې په حکومت کې د بوش یوڅو ورځې پاتې دي هغه بارک اوباما ته د قدرت د انتقال په هکله خپل نظر وړاندي کړ، چې د امریکا لومړنی افریقايي الاصله امریکایي جمهور رئیس جوړیږی.

:بوش: "د کانگرس د دروازې په زینو کې به یو داسې کس ودیږي چې قصه یې د ښه راتلونکي لپاره زمونږ د هیواد د ژمنو انعکاس دی. دا زمونږ د ملت لپاره د هیلې او ویاړ وخت دی."

په وروستیو کې جمهور رئیس ویلي چې هغه د یوه عادي وگړي په حیث ژوند تېره ولو ته چمتو دی. خو د هغه ملگري دده په غږ کې یو ډول مایوسي ویني.

د امریکايي او نړیوالو رسنیو لپاره د سپینې ماڼۍ خبریال کین والش وايي، په داسې وخت کې چې د جمهور رئیس واکمني پای ته رسي، یو ډول غمگیني ښکاري.

کین والش: "نه یواځي هر وخت داسې یو احساس وي چې د جمهور رئیس په حیث ما څه کولای شوای، بلکه دا هم چې ایا هغه څه چې ما کړي خلک د هغو ویاړ ماته راکوي؟ ایا له ما سره ډېر منفي چلند شوی؟"

دغه وینا ملت ته د بوش وروستۍ وینا وه . او نوموړی به د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې بارک اوباما ته هرکلی ووايي بیا به دواړه د کانگرس ماڼۍ ته ولاړ شي او هلته به د امریکا د څلور څلویښتم جمهور رئیس د لوړي په مراسیمو کې گډون وکړي.

XS
SM
MD
LG