د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل د غزی نه د خپلو عسکرو را ایستل 'پیل کړی دی'


اسراییلو پوځ وایی چی د غزی په تړانگه کی د دریو اونیو حملو وروسته یی د غزی نه د خپلو عسکو راایستل په تدریجی ډول پیل کړی دی.

اسراییلی چارواکیو دا نه دی ویلی چی څومره عسکر به راوباسی،خو عینی شاهدان وایی چی دوی اسراییلی ټانکونه او عسکر ولیدل چی د اسراییلو د سرحد خوا ته روان وو.

د اسراییلو پوځونو وروسته له هغه چی د حماس ډلی د اوربند اعلان وکړ،د غزی د تړانگی نه په وتلو پیل وکړ.

د اسراییلو صدراعظم وایی چی د غزی په تړانگه کی د هغوی یو اړخیز اوربند ثابت نه دی او که چیری حماس د راکټونو ډزو ته ادامه ورکړی نو دوی به هم د دفاع کولو دریغ ونکړی.

صدراعظم اهود اولمرت نن دغه خبری مخکی له دی وکړی چی د کابینی اونیزه غونډه پیل شی،هغه خبریالانو ته وویل چی دغه اور بند به دقیقه په دقیقه وڅیړل شی.

اسراییلو په یو اړخیز ډول نن سهار اوربند اعلان کړ.

فلسطینی یاغیانو په داسی حال کی چی د غزی په شمالی برخه کی د اسراییلی قواوو سره جگړه کوله، د اسراییلو د سیدروت په ښارگوټی یی شپږ راکټه وویشتل.

د اسراییلو پوځ وایی چی د هغوی جنگی جټ الوتکو د سیروت په ښارگوټی باندی د وار شوو راکټونو په ځایونو بمباری کړیده.

د فلسطین د طبی چارو کارکونکی وایی چی اسراییلی پوځونو د خان یونس په کلی کی چی د وار شوو راکټونو د ځای نه ډیر لیری نه دی په یوه ملکی کس ډزی کړی دی او وژلی دی.

XS
SM
MD
LG