د لاس رسي وړ اتصالات

په سالنگ کې واورې د ښوئېدلو له امله ۱۰ تنه مړه شوېدی


افغان مامورین وایی دا برف کوچ نن د هندوکش غرونو په لمن کې چې شمال پلو لاره پکې جوړه شوې، د سالنگ دتونل په سر پداسې حال کی ور برابر شو چې هلته په لسهاو موټر په کتار کې روان و.

د پیښې د ځای نه د دیرشو نه زیات کسان ژغورل شویدی.

د دې تونل کار په نولسوه څلور شپیتم کې پای ته رسیدلای و چې د افغانستان پایتخت، کابل، د شمالي ولایتونو سره نښلوي.

بل پلو، پاکستانی چارواکی وایی چی د افغانستان د سرحد سره د صوبه سرحد په ناکراره سیمه کی د پاکستان د امنیتی قواوو سره په جگړه کی ١٥ یاغیان وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ وایی چی دغه جنگ د مومندو د قباییلی سیمی په دروازگی کی وشو.چارواکی وایی چی په دی جنگ کی یو عسکر هم وژل شوی دی.

د مومندو اجینسی د باجوړ د قباییلی سیمی جنوب پلو پرته ده،چی پاکستانی پوځونه هلته د طالبانو او د القاعدی د یاغیانو سره په جنگ بوخت دی.

د پاکستان پوځ وایی چی په دی څو وروستیو میاشتو کی په باجوړ کی د ١٥ سوو نه زیات یاغیان وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG