د لاس رسي وړ اتصالات

په صوبه سرحد کې ۱۵ ېاغېان ووژل شول


پاکستانی چارواکی وایی چی د افغانستان د سرحد سره د صوبه سرحد په ناکراره سیمه کی د پاکستان د امنیتی قواوو سره په جگړه کی ١٥ یاغیان وژل شوی دی.

د پاکستان پوځ وایی چی دغه جنگ د مومندو د قباییلی سیمی په دروازگی کی وشو.

چارواکی وایی چی په دی جنگ کی یو عسکر هم وژل شوی دی.

د مومندو اجینسی د باجوړ د قباییلی سیمی جنوب پلو پرته ده،چی پاکستانی پوځونه هلته د طالبانو او د القاعدی د یاغیانو سره په جنگ بوخت دی.

د پاکستان پوځ وایی چی په دی څو وروستیو میاشتو کی په باجوړ کی د ١٥ سوو نه زیات یاغیان وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG