د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما جمهوری ریاست - د افریقا خلک هم بی صبرانه انتظار باسی


د افریقا خلک هم لکه د نړی د نورو خلکو په شانت د جنوری شلمی نیټی ته بی صبرانه انتظار باسی چی بارک اوباما به د امریکا د جمهور رئیس په ډول قدرت ته ورسیږی.

خو مگر د افریقا خلک به د نړی د نورو خلکو په پرتله د هغه ته ډیر ددی په خاطر په تمه وی چی د هغه پلرنی ځای افریقا وو.

په ملیونو افریقایان لکه د امریکا د نورو وگړو په شان ټوله شپه سبا کړه، خوشی یی کولی تر څو د بارک اوباما بریالیتوب د امریکا د جمهور رئیس په توگه ولماځی.

ورونیکا تادجوپه جوهانسبرگ کی د ویتواترستند په پوهنتون کیښونکی دی وایی د هغوی خلکو لپاره چی فاریقایی ریښه لری دا یوه تاریخی او د خوشحالی څخه ډکه لحظه ده.

"اوباما له ځانه سره یو لوی یه هیله راوړه چی د ډیرو خلکو د نظریاتو او د فکارو د تغیر سبب وگرځیدو. د یو تور پوستی انتخاب د نړی د تر ټولو قدررتمنده سړی په حیث یوه ډیره مهمه خبره ده".

بیا هم ډیر مفصرین د اوباما څخه د د ډیر تقاضا په درلودولو سره خبرتیا ورکوی. فرانسیس کرنیگی چی په خپله یو افریقاالعصل امریکایی محقق دی او د سیاسی مطالعاتو په مرکز کی کارکوی داسی زیاتوی

"د اوباما د جمهوری ریاست ته د ټاکنی په هکله ډیری خوشبینی ښکاری. نو ددی احساساتو څخه داسی ښکاری چی هغه به ډیره افریقا ته پاملرنه وکړی. خو په واقعت کی به هیڅکله داسی ونه شی".

کرنیکی دا هم زیاتوی چی په عراق او افغانستان کی جگړه، همدارنگه په منځنی ختیځ کی کړکیچ او د پاکستان او د هند مسله به د هغه په بهرنی سیاست کی د لمړی توب حق ولری او د هغه د حکومت بهرنی سیاسیت تشکیلوی.

"دا هغه ځایونه دی چی د امریکا د سیاست پام به ځانته راواړوی. نوځکه دابه واقعت ونه لری چی ددی پر ځای دی د هغه توجوع افریقا ته جلب شی. اوبل خوا پدی قاره کی د امنیتی ستونزی هم مخ په ډیریدلو دی".

هغه وایی چی د سومالیا د مشکلاتو د حل په لاره کی دی نوی مفکوری رامنځ ته شی.ددی هیواد راتلونکی په له دوو لسیزو څخه چی په ملیونو ډالرو مرسته هم ورسره کیږی ددی احتکال شته چی د د اسلامی تندروانو په لاس کی دی ورشی.

په دارفور، د کانکو او زمبابوی په ختیځ کی تاو تریخوالی ډیری پاملرنی ته اړتیا لری.

نادجو هیله مند دی چی د اوباما حکومت دی د هغه افریقایی رهبرانو په مقابل کی په قاطعانه ډول سره ودریږی چی د خلکو د حقوقو څخه سوُ استفاده کوی.

"زمونږ اصلی مشکل بی کفایته حاکمیت او رهبری ده. نو ترڅو چی دا مشکلات حل نشی نو مونږ به د نوموړی مشکلاتو سره مخامخ یو او زمونږ له لاسه به هم څه نه راځی. په افریقا کی داسی هیوادونه شته چی د طبیعی منابعو له لحاظه ډیر غنی دی خو بیا هیچ کومه خاصه پیښه هلته نده را منځ ته شوی. نو بیا هم زیاتوم چی حکومتدارییو مهم اصل دی".

خو نادجو خواشینی ده چی د اوباما دو نژادی توب به په افریقا کی د هغه شهرت یو څه کم کړی.

"هغه به د ریاست جمهوری په وخت کی د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ وی. د یوی خوا څخه چی سپین پوټکی غواړی چی هغه د ماتی سره مخامخ شی او د بلی خوا څخه چی تور پوستی همیشه دورگه ته د تردید په سترگو گوری".

خو سره ددی ټولو مشکلاتو اکثره افریقایان پدی عقیده دی چی اوباما به د د مختلفو فرهنگونو، نژادونو او خلکو تر منځ د یوه پل په شانت وی. او هغوی هیله مند دی چی هغه به د دوی خبرو ته غوږ ونیسی او د امریکا او د افریقا تر منځ نړیواله روابط ټینگ شی.

XS
SM
MD
LG