د لاس رسي وړ اتصالات

سخیفر: د افغانستان حکومت هم د هیواد په بې ثباتۍ کې ملامته دی


د ناتو عمومي منشي یوپ دی هوپ سخیفر وایي د طالبانو په څنگ کې د افغانستان حکومت هم د هیواد په بې ثباتۍ کې ملامته دی.

د ناتو د مشر دغه اندیښنه د واشنگټن پوست په یوه تبصره کې خپره شوی ده.

هغه وایي د افغانستان اساسي ستونزه په عمده توگه طالبان نه دي، بلکه د ډیر لږ ښه حکومت درلودل دي.

هغه پر افغان حکومت نیوکه کړې چې د اداري فساد مخع نه نیسي او موثریت ته وده نه ورکوي.

د یو بل خبر له مخې افغان او ناتو مامورینو ویل چې په خوست کې د امریکایي ځواکونو مرکز ته نژدې یو ځان وژونکي په موټر بمي چاودنه کې لږ تر لږه یو افغان عسکر وژلی او څو تنه نور یې ټپیان کړي دي.

بل پلو، پاکستاني مامورین وایی دوی په افغانستان کی د ناتو او امریکایی قواو دپاره د موادو د رسولو مهمه لاره وروسته له هغه په موقتي توگه بنده کړه چې مشکوکو تندلارو سرحدي سیمې ته نږدې پر پوځي کمپ باندې توغندي وتوغول.

مامورین وایی دا برید نن ددوشنبې په ورځ د خیبر په درې کې وشو چی په نتیجه کی یی یو عسکر وژل شوی او لس تنه نورټپیان شوی دی.

XS
SM
MD
LG