د لاس رسي وړ اتصالات

منتخب جمهور رئېس اوباما د مارتېن لوتر کنگ لمانځنه وکړه


د امرېکا منتخب جمهور رئېس براک اوباما نن ددوشنبی په ورځ د مدنی حقوقو مبارز مارتېن لوتر کنگ ته چې افرېقاېې امرېکا یی دی خپل احترام وړاندی کوی.

هغه به نن دمارتېن لوتر کنگ د ېادونی اولمانځنی په ورځ باندی د ټولنی خدمت ته توجه وکړی.

نن د فېدرالی حکومت له خوانه رخصتی ده او معمولا په دې ورځ خلک په خپله خوښه د عامو خلکو د خېر ښېنگڼی لپاره په رضاکارانه فعالېتونو کې خلک برخه اخلی.

ښاغلی اوباما به د اولنی افرېقاېې امرېکا ېې جمهور رئېس په توگه د جنوری په شلمه باندی د خاصومراسمو په ترڅ کې د وفاداری لوړه وکړی او د جمهوری رېاست دوره به ېې پېل شی.

خو ترهغی ېوه ورځ مخکی یعنی نن به د مدنی حقوقو له مشرانو سره چې له ټول ملت نه را ټول شویدی په داسی خدماتو مصروف شی چې په هغو کې د پارکونو له پاکولو نه نېولی دعسکرو لپاره د موټرونو د سامانونو د سره لگولو او تړلو په کار کې برخه واخلی.

ښاغلی براک اوباما دهېواد راتلونکی جمهورریئېس به به په واشنگټن کې د ېوه وېب ساېټ (USAservice.org) د پرانېستلو په مسله بحث وکړی.

دا وېب پاڼه به د ټولننېزو خدمتونو د منظمولو په برخه کې له امرېکا ېانو سره مرسته وکړی. او ېابه په دې وېب پاڼه کې داسی خدمتونه اوکارونه پېداکاندی چې دوی غواړی په کی برخه ولری.

تردی وروسته به براک اوباما د جمهوری خواه سناتور جان مکېن په وېاړ او خپل مرستېال جو باېډن، مېشل اوباما او جېل باېډن اود خارجه وزارت د پخوانی وزېر کولېن پاول په وېاړ له ټولو سره په جلا توگه د ماښام په ډوډی کی برخه واخلی.

د ښاغلی اوباما او جوباېډن مېرمنی مېشل اوباما او جېل باېډن به د ېوه مفت کنسرت کوربه وی اودابه د ځوانو امرېکاېانو لپاره وی چې د نظامی کسانو د کورنېو درناوی وکړی.

ښاغلی اوباما د افتتاح په مراسمو کې د ېکنشبی په ور ځ هم برخه واخېستله او په د ې کې ېوې کلېساته ورتلل هم شامل وو.

واشنگټن ته نېژدی ېې د سپاهی گمنام قبر ته هم ورغی . دغه ځای په ارلنگټن کې په ملی هدېره کې چې دنظامېانو لپاره جوړه شوېده پروت دی. پردی سر بېرهغه په هغه کنسرت کې هم برخه واخېستله چې په لسهاو زره امرېکا ېانو په کی برخه اخېستی وه.

XS
SM
MD
LG