د لاس رسي وړ اتصالات

دوه اېرانی ډاکټران د امرېکا سره د دسېسی د شراکت په تور محکوم شول


د اېران سرکاری اژانس فارس واېې هغه دوه ډاکټران چې د جون دمېاشتی راهېسی په زندان کې دی هغه دهغې ډلې خلک دی چې تېره اونی په دې اړه محکوم شول چې د امرېکا په هغه دسېسه کې ېې لاس درلود چې تهران ته ورته د امرېکا په ملاتړ دسېسه وایی او مقصد ېې د اسلامی جمهورېت له قدرت نه غورځول دی.

چارواکېو نن ددوشنبی په ورځ ووېل چې ډاکټر ارشد ا و ډاکټر کامېار علاېې دامرېکا د استخباراتو سره په دې سېمه کې همکاری کوله او مقصد ېې د ېوې اجتماعی گډوډی منځته راوستل وو.

دغه دواړه ډاکټران چې سره ورونه دی په دې مشهورد ی داېډز دناروغی په مخنېوی کې کار کوی.

اېران تېره اونی اعلان وکړ چې دوی څلور کسان چې دادعوه پرې شوېده چې له امرېکا سره په ېوه دسېسه کې شرېک ول محکوم کړل خو د هغوی د قېد موده ېې اعلان نکړه.

اېران هغه نور دوه کسان چې ددې دسېسی په اړه محکوم شوېدی نه د ې ښودلی.


XS
SM
MD
LG