د لاس رسي وړ اتصالات

نن په دفتر کې د بوش د جمهوری رېاست وروستۍ ورځ ده


د امرېکا تلونکی جمهور رئېس جورج ډبلېو بش په ټېلېفون باندی د نړئ له ېوشمېر مشرانو سره نن ددوشنبی په ورځ خبری وکړی.

ښاغلی بش له هغوی نه په دې اته کا له کې د دوستی اوهمکاری مننه وکړه.

نن په دفترکې د هغه د جمهوری رېاست وروستی ورځ ده. ښاغلی بش د جورجېا له جمهور رئېس مېخائېل ساکشوېلی، د روسېې له صدر اعظم وېلادی مېر پوتېن د جنوبی کورېا له جمهور رئېس لی ماېونگ باک، د ډېنمارک له صدر اعظم اندېرس فو راسموسېن، د اېتالېې له صدر اعظم سېوېو برلوسکانی سره خبری وکړی.

هغه د مکسېکو له پخوانی جمهور رئېس واېسېنټی فاکس، د جاپان له صدر اعظم تارواسو او برتانېې له صدر اعظم گورډن براون سره خبری وکړی.

د سپېنی ماڼی نطاق واېې چې جمهور رئېس دنړی مشرانو ته ووېل چې ده له هغوی سره له گډکار نه خوند اخېستی دی. او دی دهغوی دمېلمه پالنی نه چې له ده او دده له مېرمنی لورابش سره کړېده ډېر ممنو ن او خوشاله دی.

ښاغلی بش دوه ورځی مخکی د خپلې خدای پامانی په وېنا کې امرېکا ېانو ته ووېل چې دی به په پاتی ژوند کې ډېر ممنون وی چې ده د داسی ملت د جمهور رئېس په توگه خدمت وکړ چې دی ورته دنړی پرمخ تر ټولو ستر ملت وایی.

ښاغلی بش په داسی حال کې له خپل کا رنه رخصتېیږی چی د محبوبېت اندازه ېې په سروې گانو کې له هرهغه جمهوررئېس نه کمه ده چې وظېفه ېې پاېته رسېدلی وی.

XS
SM
MD
LG