د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د سوونو زرو خلکو سره یو ځای په یو کنسرت کې گډون وکړ


منتتخب جمهور رئیس باراک اوباما د لوړې د مراسمو پیل وکړ او د یکشنبې په ورځ لومړی د هیواد د ملي پوځ هدیرې ته ولاړ، بیا په یوه کلیسا کې دعا وکړه او د ورځې په پای کې یې د سوونو زرو خلکو سره یو ځای په یو کنسرت کې گډون وکړ.

دا کنسرت د امریکا د ژوندانه د بیلابیلو برخو د ستورو نه ډک وو او د لنکن په یادگاري څلي کې جوړ شوی وو.

منتخب جمهور رئیس اوباما او د هغه مرستیال ښاغلي بایډن د دوی د بري په ویاړ جوړ شوي کنسرت ته د راغلیو خلکو نه وغوښتل چې د مارتن لوتر کنگ د ورځ په افتخار د هیواد او ولس خدمت وکړې.

د امریکا نامتو او وتلي هنرمندان د پلازمینې واشنگټن د ملي او یادگاري څلیو په سیوري کې د اوباما د جمهوري ریاست د دورې هرکل وکړ.

په دې کنسرت کې د هنر او د هالي ووډ وتلیو سینمایي ستوریو د اوباما په ویاړ سندرې وویلې.

بارک اوباما خلکو ته یوه داسي لنډه وینا وکړه چې هر ټکي یې د تاریخ په رڼا کې د راتلونکې هیله ورکوله.

اوباما: "ددې حوض نه اوس هم د مارتن کنگ د ستر ارمان انگازې اوریدل کیږي. او زما شاته هغه څوک ناست دی چې زموږ د ایالتونو اتحادیه یې وساتله او د نن ورځې افتخار د هغه د هڅو نتیجه ده."

باراک اوباما په داسي مهال د چارو واگې ترلاسه کوي چې هیواد یې نه یوازي په دوو جگړو کې ښکیل دی بلکې د سختو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی. همدې حالاتو ته کتو اوباما ډاډ ورکړ چې امریکا له هرې ستونزې سره د مجادلې توان لري.

اوباما: "که څه هم زموږ کار به ډیر اسان نه وي خو زه نن هم په دې متیقن یم چې په پای کې به بیا هم امریکا بریالی کیږي او زموږ د هیواد د بنسټ ایښودونکو ارمان به زموږ په ژوند کې پوره کیږي."

په دې کنسرت کې د باراک اوباما وینا او د زرگونه خلکو گډون ته تر لوی ویاړ ددې ځای انتخاب وربښلی وو. اوباما د لنکن د مجسمې مخ ته ولاړ وو او دده مخې هغومره ولس ولاړ وو چې څلور لسیزې وړاندې یې په امریکا کې د بشري حقونو د ستر سالار مارتن کنگ د وینا اوریدو ته راغونډ شوي وو.

سمیول جیکسن: "روزا پارک ویلي وو چې هغه ددې لپاره موټر ته نه ختلې چې پولیس یې ونیسي بلکې هغې هوډ کړی وو چې په بس کې کور ته ولاړه شي. هغه په دې نه وه خبره چې په کار سره یې تاریخ ثبت کړ بلکې هغه له ډیرې ماتي خوړولو نه ستړې شوي وه."

که د ځینو گډونوالو لپاره دا یوه تاریخي ورځ وه ډیر داسي خلک هم وو چې غوښتل د یوې روښانه راتلونکې د پیلیدو په خوښی کې برخه واخلي.

ستیون لودسن: "زه یو دیموکرات یم. دا خولی په ماپه دوه نوي یم کال کې د کلنټن د تحلیف په مراسمو کې اخیستي وه او په شپږ نوي یم کې مې هم په سر کړې وه. خو زما د راتلو تر ټولو مهم دلیل دا دی چې موږ یو نوی پړاو پیلوو. هیواد تر فشار لاندې دی او تاریخي شیبې دې چې موږ باید حتماً پرواز وکړو."

XS
SM
MD
LG