د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې انتحاری برید یو تن وواژه


د افغانستان او ناټو چارواکی واېې چې ېوه ځان وژونکي په افغانستان کې ېو افغان له ځان سره وژلی دی او څو تنه نورېې زخمی کړېدی.

چارواکی واېې چې ځان وژونکی خپل موټر بم نن ددوشنبی په ورځ د خوست په ښار کې دامرېکا د نظامی اډې سره نېژدی وچاوه. دغه ځای تقرېبا څلوېښت کېلومتره د پاکستان له سرحد نه لېرې دی.

له دغی ‍حملی نه مخکی د شنبی په ورځ هم دوه ځان مرگی حملی وشوې او شپږ تنه پکی مړه شول. طالبانو په دغو حملو کې داولی حملی چې په کابل کې وشوه مسوولېت په غاړه واخېست.

د کابل حمله دامرېکا د ېوې نظامی اډې او جرمنی سفارت ته نېژدی شوی وه. په دې حملو کې څلور افغان ملکېان او دامرېکا ېو عسکر وژل شول.

بل ځان مرگی په ننگرهار کې د ناټو پر کاروان باندی حمله کړی وه او ېو افغان ېې پکی وژلی و.

دتېرې مېاشتې په اخرو ورځو کې ېوبم چې له چاودونکېو موادونه ډک ودخوست په ولاېت کې دامرېکا ېوې نظامی اډې ته نېژدی وچول شو. په دغه چاودنه کې د خوست دېوه ښووونځی څوارلس ماشومان ووژل شول.

طالبانو د خوست د بم چونی مسوولېت په غاړه اخېستی دی. طالبانو د خوست د بم چونی مسوولېت په غاړه اخېستی دی. د غه بم چونه دا افغانستان جمهور رئېس حامد کرزی او داېتلاف قواو غندلی او محکومه کړېده.

سږ کال په ټول افغانستان کې مرگ ژوبله زېاته شوې وه. دامرېکا حکومت ووېل چې دوی به ٣٠ زرو نورو عسکرو ته ضرورت ولری چې دافغانستان په ثبات کې ترېنه کار واخلی. اوس حاضر هم په افغانستان کې دامرېکا دېرش زره عسکر پراته دی.


XS
SM
MD
LG