د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشر افغانستان ته زیا ت عسکر غوښتي 


د ناټوعمومی منشی یاپ ده هوپ شیفر ددغې اتحادی له غړو ملکونو نه وغوښتل چې دامریکا په لاره ولاړشی او افغانستان ته زیات عسکر واستوی

ښاغلې ده هوپ شیفر پرون ددوشنبی په ورځ په بروکسیل خبریالانوته دمعلوماتو دورکولو په وخت کې وویل، په نوی کال کې به دامریکا په عسکرو کې زیاتوالی راشی چې دطالبانو وجنگیږی.

هغه هیله څرگنده کړه چې دناټوغړی هیوادونه به نورعسکر افغانستان ته واستوی یا لږترلږه په ملکی مرسته کې به زیاتوالی راولی او دبیا ودانولوپه برخه کې به مرسته وکړی .

هغه وویل، که ټول غړی هیوادونه دغه پیټی په مناسب ډول اوچت کړی نو دا به ددغه اتحاد لپاره په سیاسی توگه یوگټور او سالم کار وی .

XS
SM
MD
LG