د لاس رسي وړ اتصالات

مون په غزه کې داسراېېلو له خوا نه د ملگرو ملتونو د ودانی بمباری کول غندلی دی


د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کېمون په غزه کې داسراېېلو له خوانه د ملگرو ملتونو د ودانی بمباری کول غندلی دی. هغه دغه کار ډېر ظآلمانه بللی دی او وې وېل چې دی د فلسطېن له خلکو سره د ېووالی او اتحاد په لېکه کې ولاړ دی.

ښاغلی بان نن د سه شنبی په ورځ دغزې په ښار کې خبری وکړی. رپوټ واېې چې له دغه ښارنه تراوسه پورې د اسراېېلو د حملی د لوگېو بوی روان دی.

هغه ووېل چې هغه تراوسه پوې په غزه کې د خسارې او خرابېو ېوه برخه لېدلی ده. اسراېېلو دحماس خلاف دری اونی تهاجمی حمله کړی وه.

ښاغلی بان کېمون د ملگرو ملتونو سرمنشی ووېل هغه څه چې ده هلته لېدلی دی هغه ارېانوونکی او زړه دردوونکی دی.

دملگرومتلونو سرمنشی په دواړو خواو غږ وکړ چې دواړه خواوې دی ملکېانو ته احترام وکړی. هغه ووېل هره خوا چې له نړېوال قانونه سر غړونه کوی هغه به مسوول وی.

نن ناوخته به بان کېمون هغه سېمی هم وگوری چې په جنوبی اسراېېلو کې دی او حما س په راکټونو باندی وېشتلی دی. هغه له فلسطېېنېانو نه هم خواست وکړ سره ېوشی او د اسراېېلو څنگ ته د فلسطېن دولت جوړکاندی.

XS
SM
MD
LG