د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما او اسلامي نړۍ ممکنه اړیکې


د امریکا نوی جمهور رئیس براک اوباما به له اسلامي نړۍ سره څه ډول اړیکې وساتي؟

دا یوه خبره روښانه ده چې په اسلامي نړۍ کې له اوباما نه تمه کیږي. ډیرو ملکونو ویلي، د اوباما له راتگ سره به یې له امریکا سره اړیکې ښې شي.

په واشنگټن کې د اسلامي عقایدو د بین المللي انسټیټوټ له رئیس ډاکتر ابوبکر الشنگیتي نه پوښتنه وشوه چې په اسلامي نړۍ کې له اوباما نه نور څه تمه کیږي؟

هغه وویل: د بوش د حکومت پر وخت د اسلامي نړۍ په ډیرو برخو کې خلک مایوسه شوي وو. په خاص ډول، دعراق د جگړې او همدارنگه د فلسطین او اسرائیلو د مسئلې په اړه چې هیڅ پرمختگ پکې نه دی شوی. همدارنگه د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د تروریزم په خلاف روانې جگړې د ډیرو مسلمانانو وېره او اندېښنه راپارولې ده.

ځکه نو، داسې ډیر څه شته چې له نوي حکومت نه یې توقع وشي. ددغو مشکلاتو د رفع کولو لپاره، د عراق جگړه، او تروریزم په خلاف د جگړې طرز او له اسلامي نړۍ سره د متحده ایالاتو اړیکې.

په خاص ډول د مسلمانانو او اسلامي حکومتونو غوښتنه دا ده چې په غزه کې د اسرائیلو او فلسطینیانو روان بحران ته خاصه توجه ورکړل شي.

له ډاکتر الشنگیتي نه پوښتنه وشوه چې، څه فکر کوي، آیا ددې امکان ویني چې د اسلامي نړۍ په باب به د امریکا په پالیسیو کې بدلون راشي؟

هغه وویل: "بلې دا تمه موجوده ده. داسې توقع کیږي چې یو لړ کارونه په عاجل ډول اجرا شي. په خاص ډول، په سیاسي او ډیپلوماتیک لحاظ د منځني ختیځ مسئلې په برخه کې عملي گامونه پورته شي. همدارنگه د تروریزم په خلاف په روانه مبارزه کې د ځینو هغو اقداماتو مخنیوی چې په بشري حقوقو او مدني حقوقو باندې تیری گڼل شوی دی. داسې تمه کیږي چې د اوباما حکومت به دغو مسایلو ته عاجله توجه وکړي او د حال لارې چارې ولټوي.

پروفیسر الشنگیتي وايي، په مجموع کې خلک خوشبین دي. دی وايي، خو شبیني موجوده ده خو له ډیر احتیاط سره. براک اوباما په خپلو خبرو کې ویلي چې افغانستان ته به ډیره توجه کوي. پروفیسر الشنگیتي وايي، دا یو ښه اقدام دی.

هغه وویل: "په افغانستان کې روان حالات د مقناطیس شکل غوره کړی چې افراطیت ځانته راجذبوي. که له دغه حالاتو سره په موثره او سمه توگه برخورد ونشي، نو افغانستان به د افراطیت په یوه بل مرکز بدل شي. هغه تگلاره چې د اوباما حکومت یې د افغانستان لپاره لري، او هغه تگلاره چې دوی یې له پاکستان سره د اړیکو په برخه کې لري، ډیر اهمیت لري.

الشنگیتي وايي، په سیمه کې د افراطیت خپرېدل او د هغه تاثیر د اسلامي ملکونو پر ثبات باندې. دغه ټکي ته په پام سره په کار ده چې د پاکستان له وضعې سره په سمه توگه برخورد وشي. دا به د اوباما د حکومت یو بریالیتوب وي چې په پاکستان کې د جگړې پر ځای کوښښ وشي چې په دغه ملک کې یو با ثباته حکومت رامنځته شي.

او په ستراتیژیک لحاظ د اوباما دا پلان هم پر ځای دی چې د افغانستان مسئلې ته زیات اهمیت ورکوي. خو د افغانستان په باب د جمهور رئیس بوش پالیسي هم همدا وه چې دغه ملک ته باید اضافي قواوې ولیږل شي. له ډاکتر الشنگیتي څخه پوښتنه وشوه چې اوباما به د افغانستان په باب کومه داسې لاره اختیار کړي چې د بوش له تگلارې سره به توپیر ولري؟

هغه وویل: "د پوځي قوې استعمال په مجموع کې، او په خاص ډول په یوه ملک کې د قواوو ځای په ځای کول، د ستراتیژئ یوه برخه ده او د هیڅ وخت د مشکل د حل چاره نه ده. د مثال په ډول په عراق کې همدا تجربه وشوه. دی وايي، د قوې استعمال باید یوازې او یوازې د سیاسي اهدافو د تر لاسه کولو لپاره وي.

او طبیعي ده چې ددغو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره باید د محلي منابعو په شمول نور عناصر هم په نظر کې ونیول شي.

د اسلامي عقاید د نړیوال انسټیټوټ مشر وايي، زه په دې عقیده یم چې په یوه موثر امنیتي پلان کې، محلي ټولنې او خلک باید برخه ولري او د دوی له وړتیاوو څخه استفاده وشي چې کولای شي د خپلو سیمو امنیت په خپله وساتي.

الشنگیتي چې په واشنگټن کې د دین او ډیموکراسئ د انسټیټوټ د مرستیال په توگه هم کار کوي، وايي، د افغانستان په څېر د ملکونو لپاره مهمه دا ده چې د محلي حکومتدارئ یو نظام رامنځته شي چې د سیمې خلک په کې لاس ولري.

محلي پولیس ولري او هغوی ته روزنه ورکړل شي چې څنگه امنیت ټینگ کړي او له نورو گاونډیو محلي ټولنو سره څنگه اړیکې وساتي.

هغه وايي: "هغه خلک چې افغانستان پیژني، په دې پوهیږي چې په دغه ملک کې موثر امنیتي ترتیبات باید ددغه ملک پر قومي جوړښت ولاړ وي او د امنیت په ټینگولو کې ورڅخه سمه استفاده وشي".

خو واشنگټن دا خبره کړې ده چې د افغانستان په اړه پر خپلې ستراتیژئ غور کوي. له ډاکتر الشنگیتي نه پوښتنه وشوه چې په دغه ستراتیژئ کې به کوم نوي ټکي موجود وي؟

هغه وویل: "زه د هغو کسانو په اړه نه پوهیږي چې د افغانستان په باب اوباما ته مشورې ورکوي. خو لکه څنگه چې ما مخکې وویل، افغانستان ته زیاته توجه په ستراتیژیک لحاظ پر ځای اقدام دی.

د پوځي قوې موثر استعمال باید مسئلې د یو جز وي. له مختلفو ډلو سره د سولې خبرې، او له دوی سره د محلي حکومتدارئ او امنیت نیولو د یوه نظام د رامنځته کولو په اړه خبرې چې دا هر څه باید د جرگو له لارې وشي. د بیارغاونې او پراختیا د پروژو تر څنگ دا ډیره مهمه ده چې په افغانستان کې داسې یو سیاسي جوړښت رامنځته شي چې د افغانستان واقعیتونه پکې منعکس شوي وي.

XS
SM
MD
LG