د لاس رسي وړ اتصالات

براک اوباما د امرېکا د جمهور رئېس په توگه په کار پېل وکړ


له دې سره ېې پر امرېکاېانو غږ وکړ په گډه باندی کار وکړی چې د ملت د مشکلات په حل باندی بری ومومی.

هغه ووېل چې موږ له اقتصادی رکود سره مخامخ ېو اوملت مو په دوه جگړو کې دخېل دی. نوی جمهور رئېس تقرېبا ېوملېون خلکو ته چې د واشنگټن ډی سې په نېشنل مال کې راټول شوی ول وروسته له هغه وېنا وکړه چې د امرېکا د ۴۴ جمهوررئېس په توگه ېې د وفاداری لوړه وکړه.

ښاغلی اوباما ووېل چې ملت په دې خاطر له اقتصادی ستونزو سره مخامخ دی چې له ېوې خوانه له حرص نه کار اخېستل شویدی او له بلی خوانه په مجموعی ډول په سختو فېصلو کې موږ له ناکامی سره مخ شوی ېو.

هغه ووېل چې دملک داقتصادی دښه کولو لپاره په چټکی او جرئت باندی سختو اقداماتو ته ضرورت لېدل کېږی.

د خارجی پالېسی په برخه کې اوباما لوړه وکړه چې امرېکا مشرتابه ته چمتوده چې له نړې سره همکاری وکړی.

هغه وعده وکړه چې له عراق نه په مسوولانه توگه ووزی اوعراق ددغه هېواد خلکو ته پرېږدی او په افغانستان کې سوله راولی. هغه ووېل چې امرېکا په اسلامی نړی کې د پرمختگ لپاره له هغوی سره ېوه نوی لاره لټوی. ددې نوې لارې بنسټ به په دوه ړخېزه گټو او دوه اړخېز احترام باندی اېښودل شوی وی.

رپوټ واېې چې ښاغلی اوباما دېموکرات دی او دامرېکا اولنی افرېقاېې امرېکا ېې جمهوررئېس دی. د هغه په راتلو سره د جورج بش اته کلنه دوره او د جمهوری خواهانو کنترول پاېته رسېږی.

جورج بش د پرانېستنی او لوړی له مراسمونه وروسته له خپلې مېرمن سره تکزاس ته ولاړ.

ښاغلی اوباما به د ېوشمېر مخورو او عالېرتبه کسانو سره په کاپېتول کې د غرمنی ډوډی وخوری. ددی امکان شته دی چې د پنسلوانېا په جاده کې به د پرانېستنی له رسم گذشت سره خپل نوی کور سپېنی ماڼی ته ولاړ شی.

د لمانځنی مراسم به ترماښام پورې دوام ولری. ددې توقع شته ده چې نوی جمهور رئېس او مرستېال به د مراسمو په نڅا کې ښکاره شی. په دې ټولو مراسمو کې به ډېر نامتو اومشهور سندرغاړی موجود وی.


ښاغلی بش او لورابش به نن د براک اوباما د لوړې په مراسمو کې گډون وکړی په داسی حآل کې د نقل او حمل عمله به په چټکی سره ددوی پاتی اسباب او سامان راټول کاندی. د اوباما دکور سامان به سپېنی مآڼی ته مخکی له دېنه چې د لوړی مراسم او رسم گذشت پاېته ورسېږی انتقال شی.

ددوشنبی په ورځ ښاغلی بش د نړی مشرانو ته ټېلېفونونه وکړل او له هغوی نه ېې په تېرو اتو کلونو کې د همکاری او ملگرتوب مننه وکړه.

ښاغلی بش د روسېې له صدر اعظم وېلادی مېر پوتېن ، جمهورررئېس دېمېتری مېډوېډېوف ، داسراېېلو له جمهوررئېس شمعون پېرېز او د فرانسی له جمهور رئېس نېکولس سرکوزې سره خبری وکړی.

هغه د جرمنی له صدراعظمی انگېلا مرکېل سره هم خبری وکړی.

XS
SM
MD
LG