د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د خپل جمهوری رېاست په اوله ورځ د سختو ستونزو چاره کوی


د امرېکا جمهور رېس براک اوباما به نن دخپل کار لومړئ ورځ د افغانستان او عراق د جنگونو او د موجوده سخت اقتصادی بحران په شمول دېو لړ نورو لړ سختوستونزو د حل کولو په باب په سلا مشورو او خبرو سره شروع کوی.

ښاغلي اوباما پرون د امرېکا دڅلور څلوېښتم جمهور رېس په توگه د وفا دارئ لوړه وکړه.

نوی جمهور رېس نن د خپلو اقتصادی چارو د سلاکارانو سره ملاقات کوی او د امرېکا د خراب اقتصاد د ښه کولو په باب به ورسره سلا مشوره وکړی.

اوباما د مېلونو امرېکاېانو لپاره د کار د پېدا کولو د موجوده وظېفو د خوندی ساتلو او اقتصاد د اصلاح کولو په منظور د اته سوه مېلېاردو ډالرو په ارزښت دېوه اقتصادی پلان ملاتړ کوی.

اوباما به نن د امرېکا د پوځ ېو شمېر لوړ رتبه قوماندانانو سره هم ملاقات وکړی او د افغانستان او عراق د جنگونو په باب به ورسره خبری وکړی.

براک اوباما د خپلی انتخاباتی مبارزې په دوران کی وعده کړی وه چه د عراق نه به په شپاړس مېاشتو کی امرېکاېې عسکر را وباسی او په افغانستان کی کې دامرېکاېې قواو شمېر دوه چنده زېات کړی.

ښاغلي اوباما پرون د وفادارئ دلوړې دپورته کولو نه وروسته په خپله وېنا کی اعتراف وکړ چه دېوه سختو بحرانونو په زمانه کې ېې دقدرت واگی په لاس کی ونېولی.

هغه د امرېکاېانو نه وغوښتل چه د دې سختو بحرانونو په حل کې دې ورسره لاسونه ېو کړی.

د واشنگټن په نېشنل مال کی د امرېکا د کانگرس د ودانئ مخی ته دېو مېلون نه زېاتو خلک د اوباما د لوړې د مراسمو دلېدلو لپاره راجمع شوی ؤ.


XS
SM
MD
LG