د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا ېې او افغان چارواکی د ملکی تلفاتو په باب تحقېقات کوی


په افغانستان کی امرېکاېې چارواکی واېې د افغانستان دحکومت د مامورانو سره ملاقات کوی ترڅو د هغو راپورونو په باب تحقېقات وشی چه واېې دهېواد په ختیح کې د امرېکاېې قواو دېوې حملې په نتېجه کې ملکی خلکو ته تلفات اوښتلی دی.

د افغانستان د حکومت محلی مقاماتو او امرېکاېې مامورانو راپور ورکړی ؤ چه اېتلافی قواو د دوشنبی په ورځ د کاپېسا په ولاېت کې د طالبانو په ېوې شبکې باندی برېد وکړ چه اتلس طالبان او ېو قوماندان ېې ووژل.

په راپور کې وېل شوی ؤ چه داېتلافی قواو په هواېې او زمکنېو عملېاتو کې ېو ملکی سړی هم نه دی تلف شوی.

مگر نن د چهارشنبی په ورځ د امرېکا پوځ د ېو خبر لېک په حواله د پژواک خبری اژانس راپوټ ورکړ چه د اېتلافی قواو په حملو کې پنځه وېشت ملکېان وژل شوی دی.

په افغانستان کې د امرېکاېې قواو ېوه وېاند ډگروال گرېگ جولېن نن ووېل، چه د کاپېسا په ولاېت کې د نظامی عملېاتو په برخه کې به دهغه په وېنا په هغو معلوماتو هم غور وشی چه د اصل واقعېت په څرگندولو کی کومک کوی.

د امرېکا پوځ واېې چه عسکرو ېې د دوشنبی په ورځ په کندهار او زابل کې هم دوه تنه طالبان او د هغوئ ېو قوماندان وژلی دي.


XS
SM
MD
LG