د لاس رسي وړ اتصالات

نېوېارک ټاېمز: اوباما نړۍ ته د ېو نوې امرېکا وعده ورکوی


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه نن د چارشنبی په ورځ دنوی جمهوررئېس دکار د پېل نه ېوه ورځ وروسته لېکی چې اوباما نړۍ ته دېو نوې امرېکا وعده ورکوی.

هغه د خپل جمهوری رېاست د پرانېستنی وېنا نه دا کار واخېست چې له نړئ سره د امرېکا دتجدېد او احېا لپاره چې په دې نېژدی کلونو کې ېې د له لاسه تللو وېره موجوده وه، دکارکولو وعده وکړی.

ښاغلی اوباما ووېل چې امرېکا ددې لپاره چمتو ده چې ېوځل بېا دنړی مشری وکړی، که څه هم د اوږدو جنگونو تاوانونه او خراب اقتصادی حالت موجود دی.

خو هغه د امرېکا داسی تصور وړاندی کړ چې له خپل قدرت نه استفاده کوی خو د عدالت، تواضع او خود داری کولو احساس هم ورسره موجو ددی.

هغه دداسی امرېکا تصور وړاندی کړ چې تر اوسه لاهم په دې عقېده ده چې ارزښتونه ېی نړی روښانه کولی شی.

امرېکا وعده کوی چې خپل ارزښتونه د همکاری او تفاهم په واسطه پرمخ بوزی

ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی اوباما د خپلو انتخاباتو په دوره کې خپل مخالفېن او خپل ېوشمېر زاړه ملگری په داسی توگه نه و مخاطب کړی.
ېو شمېر کسانو به ووېل چې امرېکا د اقتصادی ستونزو او جگړو له امله کمزورې شوېده او په راتلونکې کې به امرېکا خپل ډېر قدرت له لاسه ورکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې دغه تردد او تاسف د ښاغلی اوباما په خبرو کې نه لېدل کېده. هغه په خپلو خبرو کې پر امرېکا ېانو غږ وکړ چې د وېرې اوتردد خلاف راپورته شی او دهغوی ماته حتمی ده.

ښاغلی اوباما اسلامی نړی ته د پرمختللو نوی لاره وښودله او دېکتاتورانو ته ېې خبرداری ورکړ چې هغوی دتارېخ په غلطه لاره روان دی.

هغه د ترهگری او تخرېب خپروونکېو ته ووېل چې موږ به شکست درکړو، تاسی ېې موږ ته شکست نشی راکولی.

ښاغلی اوباما خپله اراده څرگنده کړه او عزم ېې وکړ چې په داسی حال کې چې امرېکا په داخل کې په خپل تجدېد او تعمېر لگېا ده خپل نقش به دازادې نړی په مشرتابه کې له لاسه ورنکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی ډېرو د هغه په لهجه کې بدلون وستاېه خوېوشمېر خلک دامرېکا د سېاست دواقعېېتونو په نظرکې نېولو سره متېقن نه ول.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې په قاهره اولبنان کې ېوشمېر خلکو د اسلامی نړی په برخه کې د ښاغلی اوباما د وېنا ستاېنه وکړه خوېوشمېر نور ېې شکمن ول چې اېا هغه به دا قابلېت او توانا ېې ولری چې د امرېکا د پالېسی لاره بدله کړی، ځکه ډېر عربان داسی فکر کوی چې د امرېکا پالېسی په قوی ډول داسراېېلو طرفداره ده.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې په عربی نړی کې دډېرو لپاره د غزې جگړه د سختې غوسی سبب شوېده او د پرانېستنی مسله ېې ترسېوری لاندی راوستله. ښاغلی اوباماهم د خپل جمهوری رېاست د پرانېستنی په مراسمو کې د غزی ېادونه ونکړه.


XS
SM
MD
LG