د لاس رسي وړ اتصالات

'د افغانستان له لاری، امریکا ته د روسیی پیغام'


د ستارفور خپرونه لېکی چې دافغانستان جمهور رئېس حآمد کرزی دفتر ددوشنبی په ورځ هغه لېک خپور کړ چې د روسېې چمتو والی په دې برخه کې څرگندوی چې له افغانستان سره د پراخو نظامی مرستو لپاره چمتو ده.

سټار فور لېکی چې دا لېک د روسېې جمهور رئېس دېمېتری مېډوېډېوف د هغې غوښتنی په ځواب کې لېکلی دی چې دېوه رپوټ له مخی حامد کرزی د ٢٠٠٨ مېلادی کال د نومبر په مېاشت کې کړی وه.

د مېډوېډېوف لېک قصدا مبهم و. په ډېره ساده ژبه لېکل شوی وو چې د مسکو او کابل ترمنځ دفاعی همکاری به د دواړو هېوادونو او په سېمه کې د سولی د راوستلو لپاره موثره وی.

په لېک کې داهم لېکل شویدی چې مسکو او کابل دې د همکاری لپاره اهداف مشخص کړی چې پرمخ ولاړ شی.که څه هم په لېک کې نور ډېر څه ندی وېل شوی خو دمسکو له خوانه ددغه لېک وخت بالکل ډېرمهم دی.

ستارفور په خپله تبصره کې لېکی چې روسېې براک اوباما ته دهغه د جمهوری رېاست د دوری د پرانېستنی په مراسمو کې په عمدی ډول ېوپېغام ورلېږه.

خپرونه لېکی چې د اوباما په خارجی پالېسی کې ترټولو غټه مسله دا ده چې په افغانستان کې د جنگ اوسنی حالت بدل کاندی او د بېا راپورته کېدونکی روسېې چاره وکړی.

اخبار لېکی په اصل کې روسان غواړی اوباما ته اشاره ورکړی چې که چېرې دې غواړی چې په اوله مسله کې پرمختگ وکړی نودی به په دوېمهمسله کې بهډېر څه ورته پرېږدی.

سټارفور لېکی که ورسېه لگېا وی چې په ېوکراېن کې لوېدېز پلوه حکومت رانسکور کړی او دکه د اروپا د متبادلی انرژی پروژی تخرېب کړی او ېا غواړی چې دامرېکا نظامی حضور په مرکزی اسېا کې کم کړی او ېا داسی لارې چارې لټوی چې دناټو اعتبار ته زېان ورسوی.

په دې ټولو کې به مسکو دا غوره گڼی چی واشنگټن ېې په مخکی ونه درېږی.

د روسېې صدر اعظم وېلادېمېر پوټېن په منظم ډول دا کوشش کوی چې د مسکو نفوذ او لاس لرل د پخوانی شوروی اتحآد د اثرو رسوخ په ساحه باندی مظبوط کړی.

روسان په دې پوهېږی چې په افغانستان کې جگړه د امرېکا ېانو لپاره په ښه توگه نده روانه او امرېکا دېته چمتو ده چې په کافی اندازه وخت اومنابع دېوه نوي نظامی کپېن لپاره د جنرال ډېوېډ پېټرېېس په مشری باندی ولگوی.

که چېرې روسېه د افغانستان په معادله کې چې اوس دامرېکا گټی په کی متمرکزې دی. شرېکه شی نومسکوبه هم په هغو مساېلو کې چې دوی ېې حېاتی گټی بولی ډېر نفوذ او موثرېت پېداکاندی.

XS
SM
MD
LG