د لاس رسي وړ اتصالات

هند د کشمیر په باب د برتانیې سره 'موافق نه دی'


هند وایی چی د برتانیې د بهرنیو چارو د وزیر د هغي وروستۍ تبصرې سره موافقه نه لری چی د کشمیر لانجه یې د سیمه ایز تروریزم سره مربوطه بللې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزیر پراناب موکرجي پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چی نوي ډهلي په دې باب ددیپلوماتیکي لارو نه برتانیې ته خپله مایوسي څرگنده کړې ده.

هغه وروسته دا موضوع دومره مهمه ونه بلله او هغه یې د کتاب « تړلی فصل » وباله.

د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ میلیبینډ تیره هفته په هند کی ویلي و چی د پاکستان سره د کشمیر د لانجې حلول به ددې سره مرسته وکړی چی یاغیان د خپلي جگړې د یوه مهم عامل نه لاس واخلي.

موکرجي وویل چی ده میلیبینډ ته وویل چی نوی ډهلی دده ددې نظر سره یو نه دی. میلیبینډ دا تبصره په داسی وخت کی وکړه چی په عین حال کی یې په مومبای کی د تروریستي حملو په باب هم خپله خواخوږي څرگندوله.

XS
SM
MD
LG