د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ٧٧٠٠برطرفه شوي مامورین بیرته مقرروي


د پاکستان کابینې پریکړه وکړه چی هغه تقریبا ٨٠٠٠ حکومتي مامورین بیرته مقرر کړی چی د مخالف گوند د حکومت په وخت کی برطرفه شوی وو.

د اطلاعاتو وزیري شیري رحمان پرون د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چي دغو مامورینو ته به ترفیعات هم ورکړه شی او تقریبا ١٠٠ ملیون ډالره به د هغوی د تیرو معاشونو له کبله چی نه دي ورکړه شوی ورکړه شی.

دا پیسې به هغوی ته په راتلونکو درو کالو کی ورکړه شی.

اکثره دغه مامورین د پاکستان د پیپلز پارټۍ د حاکم گوند غړی دي. هغوی څه دپاسه لس کاله پخوا هغه وخت له کاره برطرف شوي وو چی د پاکستان د نواز شریف مسلم لیگ گوند په قدرت کی و.

ددغو خلکو په بیا مقرولو باندی مخالفو او مستقلو کارپوهانو سخت انتقاد کړی او ویلي یې دي چی د دومره پیسو ورکول به د پاکستان وران ویجاړ اقتصاد نور هم پسې خراب کړی.

XS
SM
MD
LG