د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست او زابل کې عملیات


د افغانستان د دفاع د وزارت مسئولین وايي، عسکرو یې د خوست په ولایت کې د پاکستان سرحد ته نږدې اته یاغیان وژلي او دوه نور یې زخمي کړي دي.

د دفاع وزارت وايي، د تیرې شپې په دغې جگړې کې د دوی عسکرو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې.

له بلې خوا، د امریکا اردو وايي چې قواوو د زابل په ولایت کې پر یوې ډلې یاغي طالبانو باندې چې د سړک غاړو ته یې بمونه ښخول، حمله کړې او شپږ یاغیان یې وژلي دي.

چارواکي وايي چې ایتلافي قواوې د دای چوپان په ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه قوماندان پسې گرځېدې. دا حمله نن د پنجشنبې په ورځ شوې ده.

دغو قواوو ویلي دي چې کله چې دوی یاغیانو ته خبر ورکړ چې د هغه ځای نه چې په کې پټ شوي وو، ووځي نو د هغوی له خوا نه ډزې پر وشوې. عسکرو متقابلې ډزې وکړې چې د سیمې امنیت وساتي. هغوی ٢٣ ښځې او ٣١ ماشومان وژغورل.

چارواکو دا هم وویل چې عسکرو څو ټوپک او نورې وسلې هم نیولي دي.

امریکا په نظر کې لري چې په دې کال کې د طالبانو په مقابل کې جگړه سخته کړي او ٣٠ زره نور عسکر هم هغه ملک ته واستوي.

XS
SM
MD
LG