د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشر پاکستان ته تللی


د ناټو عمومي منشي یاپ دي هوپ شیفر نن د پنجشنبې په ورځ اسلام آباد ته رسېدلی چې د اسلامي یاغیانو سر په جگړه کې د پاکستان د همکارئ په باب د هغه ملک د مقاماتو سره خبرې وکړي.

پاکستاني مامورین وايي چې یاپ دي هوپ شیفر د جمهور رئیس آصف زرداري، صدراعظم یوسف رضا گیلاني او د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کوي.

د امریکا او د ناټو مامورین وايي چې د پاکستان غرنۍ قبایلي سیمې د یاغیانو چې د القاعدې او طالبانو سره اړیکې لري د پټېدو ځایونه دي.

کله چې په ٢٠٠١م کال کې د امریکا په مشرئ قواوو په افغانستان کې د طالبانو رژیم را پرځاوه نو ډیر یاغیان پاکستان ته وتښتېدل.

XS
SM
MD
LG