د لاس رسي وړ اتصالات

په دفتر کې د اوباما لومړۍ ورځ په پالیسۍ باندې په غور او په عبادت تېره شوه


په دفتر کې د جمهور رئیس بارک اوباما لومړۍ ورځ په پالیسۍ باندې په غور او په عبادت تېره شوه. هغه د اقتصادي او د ملي امنیت له سلاکارانو سره ولیدل او یوې کلیسا ته ولاړ.

د حکومتي دندو د پیلولو څخه د مخه بارک اوباما له خدای څخه د لارښونې لپاره عبادت وکړ. ترټولو له مخه هغه په واشنگټن کې یوې کلیسا ته ولاړ.

په کلیسا کې اېنډي سټینلي نومي عیسوي ملا د هغه امامت وکړ.

اینډي: "خدایه پاکه د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او د هغه حکومت ته شان او برکت ورکړې"

کلیسا ته عیسویان، یهودان، ملسمانان او هندوان هم وررغلي ول. دا د جمهور رئیس د پرانستنې د رسمونو یو داسې پخوانی دود دی چې د جمهور رئیس جورج واشنگټن له وخته راهیسې رواج دی. کله چې عبادت خلاص شو، نو د حکومتي چارو وخت را ورسېدو.

جمهور رئیس په هغه ځای کې موجود و چېرې چې مرستیال جمهور رئیس جو بایډن د سپینې ماڼۍ له لوړپوړو چارواکو لوړه واخیسته.

په داسې وخت کې چې دوی هلته و، جمهور رئیس اوباما یو لړ سخت اخلاقي قانونونه تسویب کړل، چې د حکومت کارونه څرگند وي او د لوړپوړو چارواکو معاشونه یې بند کړل.

اوباما: "پرېږدۍ چې په دومره اسانه ژبه درته ووایم څومره چې ممکن وي: شفاف کار او د قانون برلاسي به د نوي حکومت بنسټ وي."

په وروستیو څو ساعتونو کې اوباما له خپلې اقتصادي ډلې سره په اقتصادي کړکیچ خبرې وکړې. په بیله غونډې کې له پوځي سلاکارانو سره په عراق او افغانستان بحثونه وشول.

جمهور رئیس ویلي چې هغه له خپلې ډلې غوښتي چې داسې یو پلان جوړ کړي چې له عراق څخه امریکايي عسکر بېرته راوستلای شي.

د اوباما په لسټ کې په مینځني ختیځ کې تشتدد هم شامل و. په هغو ټلیفوني خبروې کې چې د سیمې له مشرانو سره یې ترسره کړې اوباما وویل چې دی غواړي د اسرائیل او حماس تر مینځ په غزه کې اوربند ټینگ شي، او د عربو او اسرائیل ترمینځ په پراخې سولې کار وشي.

وروسته بیا د تفریح وخت را ورسېد.

د چار شنبې په ورځ اوبام او د هغه مېرمن میشل اوباما څو سوه عادي امریکایانو ته سپینه ماڼۍ ورښکاره کړه.

XS
SM
MD
LG